د لاسرسي ځای


نيازاحمدخان سوات

د سوات په مينګوره کې په د ښوونځیو په سلګونو زده کونکو دبجلي لوډشيډنګ په ضد احتجاجي مظاهرې کړي دي او غوښتنې کړې چې دوی ته دې بې له ځنده دبجلي اسانتياګانې ورکړل شي چې دغه ډول دوی خپلې زدکړې جاري وساتي.

مظاهره چیانو د سيدوشريف ګراسي میدان نه تر مينګورې نشاط چوک پورې لاریون وکړ او په لاسونو کې یې لیکلې چارټونه اخیستي وو چې موږ ته بجلۍ راکی چې سبک ووایو .دوی د واپډا پر ضد نارې هم ووهلې.

زدکوونکو له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې دبجلۍ نیشتوالي یې زدکړې متاثره کړې په سکولونو کې ګرمي وي.او هره ورځ تر اتلس ګنټو پورې بجلۍ تللې وي چې نه هم په کور او نه هم په سکول کې سبک ویلای شي.


د خوشحال پبلک سکول مشر ضياء الدين يوسفزي وویل، چې سوات وړاندې ترهګرۍ ځپلی وو بیا سيلابونو اغيزمن کړو اوس په موجوده حکومت کې مو د بجلۍ لوډشيډنګ کړوي.
دی زیاتوي، په اسلام آبادکې ټوله ورځ تش دوې ګنټې دبجلۍ لوډشيډنګ وي خو په سوات کې هره ورځ اتلس ګنټې بجلۍ نه وي.او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې دغه ناروا لوډشیډینګ ژرترژره کم او ختم کړي.٬٬


د یوه بل سکول استاد احمدشاه وویل ،داوخت ديولسم اودولسم جماعتونو امتحانونه روان دي اودغه زده کونکوته يوشمير مشکلات دي حکومت دې پر دې سيمه باندې رحم وکړي اودبجلۍ لوډشيډنګ دې کم کړي .


مظاهرې ته وروسته يوشمير استاذانو ويناګانې هم وکړې او ویې ویل، که چیرې حکومت په سوات کې دبجلي لوډشيډنګ دغه لړي کمه نه کړه نو دټولو سکولونو زده کونکي، استاذان او دسيمې سپين روبي به داحتجاج په توګه اسلام اباد پورې لاريون کوي.
XS
SM
MD
LG