په منځني امریکا کې چارواکي وايي د مېزوري د ایالت په جوپلېن ښار کې د سختې توپاني بوړبوړکۍ له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱۶ ته رسېدلی دی.
د امریکا د موسمیاتو د ادارې کارکوونکي وايي بوړبوړکۍ ښار ځپلی دی چې شا و خوا پینځه لکه کسان په کې اوسي. دا په ۶۰ کالونو کې تر ټولو خونړۍ بوړبوړکۍ وه.
د چارواکو له وینا سره سم، بوړبوړکۍ یو کیلومیټر پراخه وه او یوه روغتون او په زرګونو کورونو ته یې زښت زیان رسولی دی. شا و خوا یوه میاشت مخکې هم په امریکا کې بوړبوړکیو له درې سوه زیات کسان ووژل.