د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما په لندن کې د ملکه ملیمه دی


د امریکا ولسمشر باراک اوباما له خپلې مېرمن مېشیل سره تر وخته مخکې د انګلستان پلازمېنې لندن ته تللی دی.

لندن ته د وختي تګ لامل دا ښودل کېږي چې کېدای شي د آیسلینډ د اورشیندوکو غرونو لوګي د ځنډ ښکار کړی وای.

تر دې مخکې تېره ورځ اوباما په آیرلینډ کې تېره کړه اوله هغه ځای یې د اوروپايي هېوادونو څلور ورځینی سفر پیل کړ.

تر برېتانیې وروسته به نوموړی فرانسې ته ځي او هلته به د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون کوي.

د خپل سفر په وروستي پړاو کې به امریکايي ولسمشر پولینډ ته ځي او هلته به د ختیځې اوروپا د هېوادونو له مشرانو سره ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG