د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر طرابلس د ناټو الوتکو درنه بمباري کړې


د ناټو جنګي الوتکو د لیبیا پر پلازمېنه طرابلس نن سهار وختي درنه بمباري کړې ده.

د اسوشیټېډ پرېس د رپورټ ترمخې الوتکو شا و خوا ۲۰ بریدونه کړي دي چې له کبله یې په طرابلس کې تر لرې لرې د چاودنو اوازونه واوېدل شول.

رپورټونه وايي تر بریدونو وروسته د واکمن معمر قذافي له کمپاونډ سره له نېږدې لوګی خېژي. د قذافي د رژیم ویاند موسا ابراهیم ویلي لږ تر لږ درې کسان وژل شوي او ۱۵۰ ژوبل دي.

تر اوسه د دې خبر په ازاد ډول پخلی نه دی شوی. ناټو په یوه بیان کې ویلي چې د قذافي له کمپاونډ سره یې د ګاډو پر ډیپو برید کړی دی د رژیم ځواکونو ته پر ولسي وګړو د بریدونو لپاره کارول. له تېرو دوو میاشتو راهیسې د ناټو ځواکونو د قذافي پر پوځ بریدونه کوي. په لیبیا کې یاغیان غواړي معمر قذافي له خپلې دندې لرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG