د لاسرسي ځای

اوباما ایرلېنډ ته ورسېد


د امریکا ولسمشر باراک اوباما د اوروپايي هېوادونو د سفر په موخه آیرلینډ ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې نوموړی په آیرلینډ کې د مني ګال کلي ته لاړ شي. دا هغه ځای دی چې د اوباما غور نیکه په کې زېږېدلی وو. د اوباما پلار کینیايی وو او مور یې آیرلینډۍ امریکايۍ وه.

د سه شنبې په ورځ به اوباما او د هغه ښځه مېشیل برېتانیا ته ځي او هلته به د ملکه ایلېزبېت مېلمانه وي. تر دې وروسته به امریکايي ولسمشر په فرانسې کې د اته لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو د ټولنې په سرمشریزه کې برخه اخلي او بیا به په پولینډ کې د ختیځې اوروپا د هېوادونو له مشرانو سره ګوري.
XS
SM
MD
LG