د لاسرسي ځای

په مانسره کې د ترهګرو روزنیز مرکزونه


په مانسره کې وړاندې هم پر خیریه ادارو بریدونه شوي

په مانسره کې وړاندې هم پر خیریه ادارو بریدونه شوي

لیکنه اسوشیټېډ پریس

ژباړه ډاکټر فریده هوډ

که څه هم پاکستان په خپله خاوره کې د مخالفو وسله والو لپاره د پټو روزنیزو مرکزونو شتوالی یوه ناسمه ادعا بولی خو داسی شواهد تر سترګو کیږي چې ځای ځای له دې مرکزونو سره د پوځ ملاتړ هم شته .

په دې ډله کې د پاکستان په مانسرې کې د یوه مرکز شتوالی دی چې د سیمزو خلکو په وینا هم مخالف وسله وال او هم عسکر ورته تګ راتګ کوي .
اسوشیتډ پرس خبرې اژانس د منسري په ګلي بادرل سیمه کې د همداسی یوه مرکز په باب ریپورت خپور کړي.

په دې کلې کې چې ترې ځنګونه چاپیر دې او سړې ویالې پکې بهیږي له هغه ځایه چې اوسامه بن لادن پکې ووژل شو پینځه دیرش میله واټن لري . کله چې د نیژدي غره د پاسه له دې کلیوالو څخه د روانو حالاتو په اړه وپوښتنې نو اوتر اوتر شي .
دا هغه ځای وو چې کلیوالو به د سوند د موادو په توګه د اوبښتې یا صنوبر د ونو له وهلو ډه ډه کوله . او چرته چې دوې په دې پوهیدل چې په اړه یې باید پوښتنې ونکړي .
کله چې د غره د پاسه د پوځې روزنیز مرکز په اړه په تاکید پوښتنې وکړي او په دوې ټینګار وکړي نو بیا وايي دا د اسلامي بنسټ پالو یو پټ روزنیز مرکز وو او سره له دې چې پاکستان ددې مرکز له شتوالی انکار کوي خو له دې ځایه د پاکستان پوځ خبر وو .

د اسوشیټېډ پرېس خبرې اژانس له خوا د مانسري په یاغې سیمې کې راټول شوی معلومات د پاکستان د دوه مخې رول په اړه شکونه نور هم ډیروي .

دې هیواد له یوې خوا د مخالفو وسله والو پرضد د جګړې لپاره د متحد ایالاتو سره مرسته منلی او بله خوا یې دا وسله وال زغملی او حتی په ځینو موارو کې یې دوی هڅولی او یا یې هم د بنست پالو قدرت مهار کړي .

درې تنه چې ځانونه یې اشوشيټېډ پرس خبرې اژانس ته مجاهدین معرفی کړی وايي دا روزنيز مرکز لږ تر لږه په سیمه کې یو له دریو مرکزونو څخه دی چې سلګونه کسان پکې برتي شوي . ددې دری واړو په وینا ددې برتي کولو هدف د پاکستان له لوی دښمن هند سره د کشمیر پر سر جګړه ده .

خو کشمیرې جنګیالی په دې هم شهرت لري چې د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډولو سره یو ځای شوي چې په دې کې په افغانستان کې هغه ډلې هم شاملی دي چې د متحد ایالاتو او اتیلاف سره په افغانستان او یا بل هر ځای کې جنګیږي .

په امریکا کې د سپتمبر د یولسمې تر پیښې وروسته د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف ویلي وو چې هیواد یې له جهادي ډلو سره اړیکي پری کړي دي ، خو ځینې داسي شواهد وو چې دا اړیکي یې ښودل .

کله چې د اشوشیتډ پرس خبرې اژانس تیره اونۍ په مانسرې کې د پوځې زده کړو د کمپونو په اړه پوښتنه وکړه نو پوځ د مانسرې په سیمه کې ددې ډول مرکزونو له شتوالی سوچ انکار وکړ . د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال اطهر عباس دا ډول خبرې بی اساسه وبللی .

خو د مانسري د ګلی بادرل سیمز خلک وايي دواړه هم بنسټ پال او هم داسی سړې چې فکر کیږی عسکر دي په واټونو کې د خلکو سترګې ته اشنا څیرې دي . دوی د غوښتې وړو او نورو خوراکي موادو د تر لاسه کولو لپاره دې بازار ته راځې او بیا په خپلو پیک اپ موتړو کې د خپلو زده کړو مرکز ته چې نیژدی دوه ساعته له ګلې بادرل څخه فاصله لري ستنیږي .
XS
SM
MD
LG