د لاسرسي ځای

د ایبټ آباد غوندې بله کاروايي هم کولای شيو.اوباما




د امریکا ولسمشر باراک اوباما له بي بي سي سره په مرکه ویلي، که هېواد ته يې مالومه شي چې د ترهګرو یو بل د سر سر مشر هم په پاکستان کې دی نو دی به له برید کولو ډډه ونکړي.

دې پوښتنې په ځواب کې چې که د پاکستان پر خاوره او یا په کوم بل هېواد کې د القاعده شبکې د کوم مهم غړي او یا د طالبانو د مشر ملا عمر د پټېدو ځای په ګوته شي نو د امریکا ګام به څه وي،

ولسمشر اوباما وویل د اړتیا په وخت به متحده ایالات یو اړخیزه عمل وکړي،”زموږه دنده د متحده ایالاتو امنیت ساتل دي، موږ د پاکستان ملي حاکمیت ته زیات درناوی لرو، خو موږ چاته دا اجازه نه ورکوو چې په فعاله توګه زموږ او یا زموږ د متحدانو د خلکو د وژلو پلان جوړ کړي.موږ به اجازه ورنه کړو پرته له دې چې اقدام وکړو د هغوي دغه فعاله پلانونه عملي شي٬٬

بل لورته د ولسمشر اوباما د دې څرګندونو په اړه د پاکستان د ولسمشر یوه ویاند فرحت الله بابر ویلي،”موږ باید له یو اړخیزو اقداماتو څخه ډډه او د ترهګری پر وړاندې پر ګډې همکارۍ پام راوګرزو. “

نوموړي د باراک اوباما د څرګندونو په باب له زیات څه ویلو ډډه کړې ده.

د پاکستان په ایبټ اباد کې پر اسامه بن لادن باندې د امریکايي ځواکونو برید د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ اړیکې زیانمنې کړي دي.

په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوه نصر الله ستانکزي د ولسمشر اوباما دا څرګندونې پر پاکستان د متحده ایالاتو لا زیات فشار ګڼي .

نوموړی وايي،”پاکستان دوه لارې په مخکې لري یا باید د امریکا غوښتنې ومني او یا د ځان لپاره نور ستراتیژیک متحدان پیدا کړي. “

د کتونکو په وینا چین او روسېې ته د پاکستاني مشرانو وروستي سفرونه د دې څرګندیو دي چې دغه هېواد د نورو نړیوالو ملګرو په لټه کې دی.
XS
SM
MD
LG