د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پر سمندري مرکز ټول بریدکونکي ترهګر وژل شوي




د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په کراچۍ کې خبرې غونډې ته ویلي چې د وسلوالو ترهګرو لخوا د سمندري ځواکونو پر مركز پي اېن اېس مهران باندې په برید ۱۰ سرتیري وژل او ۱۵ ژوبل دي.

دی زیاتوي چې به پېښه کې لاسلرونکي ټول ترهګر وژل شوي چې دده په خبره د درو وژل شویو ترهګرو مړي له پوځ سره دي،دوو خپل ځان الوزولی .دوه په تېښته بریالي شوي.

دی ،وايي چې یو یا دوه کیدای شي له کنډکپرو څخه را ووزي.له دوی سره راکټ لانچرې وې او ځانمرګي جېکټان یې اغوستي وو.او لاسي بمونه ورسره وو.

دی وايي چې د ترهګر د ۲۰ کلنۍ په عمر کې ښکارېدل او سپین پوستې اېسېدل.

د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي چې ترهګرطالبان د پاکستان دښمنان دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک خبري غونډې ته په وینا کې ویلي چې په دې پېښه کې د سمندري ځواکونو دوې قیمیتي الوتکې چې د ده په خبره د اربونو روپیو مالیت یې درلود د ترهګرو لخوا تباه شوې دي.

د افغانستان د طالبانو مشر ملا عمر د ادعا شوې وژنې په اړه وویل چې دا ادعا خپله د افغانستان چاراوکو رد کړې چې هغه نه دی وژل شوی.



د سمندري ځواكونو او استخباراتو چارواكي وايي د پاكستان پر وخت د برایه شپه د دوولسو بجو په شاوخوا كې د دې هېواد په تر ټولو ستر ښار كراچۍ كې پر شاهراه فيصل د پي اين ايس مهران په نامه د سمندري ځواكونو يوه مركز ته یو شمیر ترهګر ننوتل او په دې مركز كې پر ولاړو الوتکویې د سپكو او درنو وسلو بريد وكړ، چې له امله يې د اور لمبې پورته شوې.

چارواكي وايي، وسلوالو په دې مركز كې د سمندري ځواكونو پر هغو پي درې سي اوريون ( اوقيانوس اطلس الوتکې) بمي بريد وكړ، چې له امله يې دوې قیمیتي الوتکو اور واخيست او په بشپړه توګه وسوځېده.

دا هغه الوتکې دي ده، چې څلور انجنې لري او د امريكا له خوا د پاكستان سمندري ځواكونو ته وركړل شوې دي چې قیمت یې له دېرشو نه تر پينځه دېرش ميليونه ډالر بلل كېږي.

د شاهراه فيصل دا سيمه له امنيتي پلوه ډېره حساسه بلل كېږي او عامو خلكو ته په كې په ازاده توګه د ګرځېدو او تګ راتګ اجازه نه وركول كېږي، خو دا چې دا وسلوال اورپکي څنګه د سمندري ځواكونو دې مركز ته ننوتل، د سمندري سمندري بېړۍ پخوانى چلوونكى صهېب فاروق وايي چې د دې مركز له څنګه د باراني اوبو يوه خوړه تېر شوى دى، كېداى شي چې وسلوال له همدې لارې ور ننوتلي وي،دا مركز د پينځه شپږ ډوله الوتکو تمځاى دى، دغه الوتکه چې تباه شوې ده د پاكستاني سمندري ځواكونو خپله الوتکه ده، چې په سمندر كې پر سمندري بېړيو باندې څارنه كوي، دا دوې الوتکې په دې وروستيو كې د امريكا له خوا پاكستان ته وركړل شوې وې.

ويل كېږي، چې دغه مركز پر شاوخوا درې كيلو مټره واټن باندې جوړ دى او په دې مركز كې ګڼ شمېر نورې الوتکې هم ولاړې وې خو ويل كېږي چې هغوي ته كوم زيان نه دى رسېدلى.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله ددغه پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

د يادونې وړ ده چې په تېره مياشت كې هم ناڅرګندو وسلوالو د پاكستان د سمندري ځواكونو پر دوو بسونو باندې وسلوال بريد كړى وو چې مرګ ژوبله يې په كې اړولې وه.
XS
SM
MD
LG