د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ غوسه




په امریکايي ورځپاڼې دي واشنګټن پوسټ کې یوه مقاله خپره شوې ده چې په کې لیکل شوي د روانې میاشتې پر مهال د پاکستان په یوه پوځي ښار کې د اسامه بن لادن د وژنې له کبله د پاکستان پوځي مشران د ولس پر انتقاد د برلاسي کېدو هڅې کوي، او بل پلو ته د پوځیانو په منځ کې هم سخته غوسه راپارېدلې ده.


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خبره، په پاکستان کې د غوسې یو لامل هغه شرم هم دی چې ولې د پاکستان پوځ له اسامه بن لادنه په خبرېدو کې پاتې راغی او یا هم د امریکايي ځواکونو له چاپې نه وو خبر. دا خبره واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته افسرانو او د پوځي چارو کار پوهانو کړې ده. خو داسې زیاتره نظرونه امریکا ته اشاره کوي چې پاکستان ته یې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لپاره په اربونو امریکايي ډالر ورکړي دي.

د پاکستان د پوځ غړي چې د نړۍ پینځم لوی پوځ ګڼل کېږي، د امریکا د عملیاتو په اړه یې په ښکاره لږې خبرې کړې دي. په مرکو کې افسرانو نظر ښکاره کړی دی چې د پوځ دننه سخت او پراخ بحث روان دی. دا یو داسې بحث دی چې دا اداره به ښايي کمزورې نه کړي خو د امریکا هغو هیلو ته ښايي زیانمن زبات شي چې د اورپکو پر ضد دې سخت عملیات وکړل شي.

ورځپاڼه لیکي په دې وروستیو کې په کراچۍ کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني شا و خوا تر ۴۵ منټو پوځیانو ته وینا وکړه او بیا یې تر درو ساعتونو د پوښتنو ځوابونه ورکړل. د یوه افسر په وینا زیاتره پوښتنې د اېبټ اباد د عملیاتو په اړه وې او دا چې پاکستان ولې د امریکايي ځواکونو ځواب و نه ویلو؟

د پوځي چارو د یوه کارپوه طلعت مسعود په خبره په پاکستان کې د اسامه بن لادن میندنې هومره د پاکستان پوځ چیچلی او ژوبل کړی دی لکه څنګه یې چې ټوله نړۍ حیرانه کړې او ژوبله کړې ده.

هلته بیا یوه بل پوځي افسر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي پاکستان باید له امریکا سره همکاري په سمدستي ډول ودروي. د افسر په وینا د پوځ د ټیټې رتبې په سرتېرو کې د امریکا ضد احساسات ډېر زیات دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوي هغه افسران چې مرکې ورسره شوې دي، د اسامه بن لادن یا اورپکو لپاره یې خواخوږي نه لرله، خو له امریکا په دې ګیله من ول چې امریکا د دوی هڅې نه مني. د یوه افسر په خبره د دوی ولس هر ځای وژل کېږي، د یوه داسې ملګري لپاره چې دا هر څه نه پېژني.
XS
SM
MD
LG