د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه د وژلو لپاره سټېلټ ډرون الوتکې کارول شوې


سرچینه :نیشنل انټرسټ ورځپاڼه
ژباړه : ملیحه امیرزاده


په نیشنل انټرسټ ژورنال کې لیکوال جسټن لوګن په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د راغلې یوې مقالې په اړه لیکلې دي . چې په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژل کیدلو په اړه یی په خبر کې راغلي د هغه د موندلو لپاره د امریکا د استخباراتو ادارې سي آي اې د پرمخ تللې ډرون استعمال کړی ، چې سټېلت ډرون نومیږي.

لیکوال وایی ورځپاڼې دا خبر خپور کړې چې امریکا د داسې ډرون استعمال کړې چې د دې مقصد لپاره تیار شوي وي په لوړتیا کې کار وکړي او ریډار یی معلوم نه کړي

. د دویم مۍ نه څو میاشتې مخکې د دې ډرون پټ پروازونه کیدل چې د لوړې درجې ویډیو واخلي او هغه معلومات راغونډ کړي چې په سیټلایټ کې نه شي ښکاره کېدلې. د دې ډرون د استعمال سره سي آی اې دا کولې شو چې د پاکستان په حدود کې دننه د معلومیدلو نه پرته پروازونه وکړي.

لیکوال لیکي د اسامه بن لادن په وژلو کې هم دغه ډرون استعمال شوې وو چې د پیښې په وخت یی د امریکا صدر بارک اوباما او نورو چارواکو ته هغه هر څه ښودل چې په پاکستان کې کیدل. دغه ډرون الیکټرنیکي نشریات هم په پټه اوریدلې شي او امریکایی چارواکي بیا کولې شي د پاکستان د غبرګون څارنه وکړي.

لیکوال وایی سي اي اې ته کله هم د بن لادن تصویر نه وو تر لاسه شوې خو څو میاشتې پس دې نتیجې ته ورسېدل چې په ایبټ آباد کې په کور کې کوم کس ښکاري ، کیدې شي د القاعده مشر وي.

لیکوال وړاندې ليکي د دې نه دا معلومیږي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ارزانې ذریعې استعمالیدلې شي. د ده په خبره څو ورځې وړاندې یی دا اوریدلې وو چې د بش انتظامیی او د څیړنکیو ډلې دا ویل د بن لادن وژنه د لوړو دفاعي خرچو له امله ممکن شوې.

خو لیکوال ليکي چې په مسلمانو هیوادونو کې په لویه شمېره کې د امریکایی پوځیانو ځای پر ځای کیدل ، په ښه ډول د ترهګرۍ د مخنیوي سره هیڅ تعلق نه لري. بلکه د ترهګرۍ ضد جګړه د ارزانو ذریعو د استعمال سره هم کیدلې شي خو دا ډیر صبر غواړي.

په دې کې د تحمل سره د استخباراتو استعمال، چې پکې بهرنی استخباراتو سره د همکارۍ هم ضروروت وي کارول کیږي. د دې نه علاوه د سیل تیم شپږ غوندې وړې ډلې چې په موقع کار کوي، هم استعمالیدلې شي.


لیکوال لیکي که خلک د دې دفاع کول غواړي چې واشنګټن په پوځ هر کال د ۷۰۰ بیلین ډالرو نه زیاته خرچه کوي خو دوي ته هغومره خطرونه پېښ نه وي لکه څومره چې دوي پيسې لګوي ، نو پکار ده دوي د ترهګرۍ پر ځای د کوم بل دلیل استعمال وکړي.
XS
SM
MD
LG