د لاسرسي ځای

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د منځني ختیځ لپاره یوه مهمه وینا کوي


ي

ټاکل شوې ده چې د امریکايي ولسمشر باراک اوباما دا وینا به د منځني ختیځ لپاره پر تګلاره او په عربي نړۍ کې د سیاسي بدلون په اړه وي.

تمه کیږي چې ولسمشر اوباما به د هغو هیوادونو لپاره چې سیاسي اصلاحات یې راوستي دي د مالي مرستو ژمنې هم وکړي.

د دې تر څنګ دا امکان هم شته چې نوموړی به د فلسطین او اسرایل ترمنځ د امن د خبرو د بیا پیلولو غوښتنه او په شام کې پر مظاهره چیانو د حکومتي تشدد غندنه هم وکړي.

یاده دي وي چې امریکايي ولسمشر د یوه انتظامي امر له مخې د شام پر ولسمشر بشرالاسد او شپږ نورو لوړپوړو چارواکو بندیز لګولی چې ورسره د هغوی هغه جائدادونه چې دوي یې په امریکا کې لري او یا د دوي ګټه په کښې وي ضبط کړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG