د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه پخوانۍ پیته خپره شوې



القاعده شبکې د اسامه بن لادن یو داسې پیته شوی غږ خپرکړی چې د هغه تر وژل کېدو وړاندې یې ثبت کړې وه

د القاعده شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن په دې پیته شوي غږ کې په عربي نړۍ کې د بدلون ستاینه کړې ، په مصر او تیونس کې یې د پاڅون پر بریالیتوب خوښي ښودلې ده.

اسامه ویلي په دې هیوادونو کې واکمنو له ځانه اتلان جوړ کړي وو او د دې لپاره یې رسنۍ تر خپل اغېز لاندې ساتلې وې په واک کې پاته شي.

اسامه بن لادن زیاته کړې ، دی په اسلامي نړۍ کې د نورو داسې بدلونو لپاره د هڅو ملاتړ کوي او د هغه په خبره د القاعده شبکې ملاتړو ته په کار ده چې پر حالاتو نظر وساتي ، او د هغو خلکو ژغورنه دي وکړي چې د خپلې محکومۍ لپاره هلي ځلي کوي.

ویل کیږي چې د دولس منټو دا ایډیو د اسامه بن لادن وروستی پیغام دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG