د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د سوریا پر مشرانو بندیز لګولی



امریکا د سوریا د ولس پرحقوقو د تېري له امله د دې هیواد پر مشرانو بندیزونه لګولي دي

د امریکا د خزانې د وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي ولسمشر باراک اوباما یو انتظامي امر لاس لیک کړی چې د تشدد د پای ته رسونې او په واک کې د بدلون لپاره د سوریې پر حکومت فشار زیات کړي.

د دې بندیزونو له مخې به د شام د ولسمشر بشرالاسد او شپږ نورو لوړپوړو چارواکو هغه جائدادونه چې دوي یې په امریکا کې لري او یا د دوي ګټه په کښې وي ضبط کړل شوي دي.

د بشري حقوقو کارونکي وايي په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د پاڅون په ترڅ کې د سوریې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه اته سوه کسان وژل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG