د لاسرسي ځای

امریکا ثبوت نلري چې پاکستاني مشران دې داسامه په کور خبر وي


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس او د امریکا د ګډو ځواکونو مشر مایک مولن

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس او د امریکا د ګډو ځواکونو مشر مایک مولن



لوړ پوړي امریکايي چارواکي وايي ، دوی داسې ثبوت نلري چې پاکستاني مشران دې اسامه بن لادن دې اسامه بن لادن په پټنځای خبر وي.

د شورو ورځ د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس او د امریکا د ګډو ځواکونو مشر مایک مولن دا څرګندونې له خبریالانو سره کولې. ددې پوښتنې په ځواب کې چې په پاکستان کې ځینې کسان په دې خبر وو چې اسامه هلته پټ دی.

نو د امریکا د دفاع وزیر روبرټ ګېټس وايي،”دوی هیڅ داسې ثبوت نلري چې ګواکې پاکستاني مشران دې د اسامه بن لادن په کور خبر وي چې هغه په کې اوسېدی.خو په حقیقت کې ما ددې متضاد ځینې داسې ثبوتونه لیدلي دي.خو موږ په دې اړوند د هیچا په اړه هیڅ ثبوت نلرو.زما اټکل دا دی چې یو څوک په دې خبر وو چې اسامه چیري اوسېدی.٬٬

رابرټ ګېټس وايي، په تېرو څو اونیو کې پاکستاني مشرانو دا نظر ښودلی چې دوی د ځینې پاتې ترهګرو مشرانو پر وړاندې کاروايي کولو ته رضا دي او موږ امریکایان به دغه ډول کاروايي نه تکراروو ځکه چې هغوی یې خپله کول غواړي.او دا به دوی ته یو موقع په لاس ورکړي چې امریکايي ناهیلیو او شکونو ته ځواب ووايي.٬٬


ددې پوښتنې په ځواب کې چې لا هم د اسامه بن لادن پر وړاندې د امریکايي کاروايي په اړه چې د مې پر دویمه نېټه ترسره شو هیڅ مالومات نه دی په ډاګه شو.

رابرټ ګېټس وايي،” زه په دې اړه اندېښمن یم هغه ځکه موږ غواړو چې په راتلونکې کې ددغه ډول کاروايي د ترسره کولو وړتیا پر ځای وساتو او کله چې ډېر زیات مالومات خپاره شي نو له دې سره راتلونکو عملیاتو ته ستونزې او زیان رسېدای شي.٬٬

د ورته پوښتنې په ځواب کې د امریکا د ګډو ځواکونو مشر مایکل مولن هم له خبریالیانو سره په خبرو کې وویل، که موږ پر دې موضوع خبرې وکړو نو هغه لاس ته راوړنې چې مو ترلاسه کړې له ګډوډۍ سره مخامخولای شو او موږ دا نشو ګاللی.لومړۍ دا چې د ترهګرۍ ضد جګړه لا نه ده ختمه، او دویمه دا چې د اسامه بن لادن پر ضد د کاروايی مالومات خپرول زموږ پوځیانو او د هغوی کورنیو ته زیان رسولای شي،نو زما په اند نور باید پر دې خبرې کول ودروو.او پر دې مو ډېرې ږغېدلي یو.

رابرټ ګېټس ددې پوښتنې په ځواب کې چې اسامه بن لادن ته د دادعا شوي پټنځای ورکولو پر سر پاکستان باید څه بییه پرې کړي نو نوموړي وویل،” که زه د پاکستان پر ځای شم ، نو زه به دا ووایم چې موږ له وړاندې بییه پرې کړېده.موږ سپک شوي وو،ما ته داسې وښودل شوه چې امریکایان دلته راتلی شي،او بې له بخښنې دا کولای شي.او زما په اند موږ باید په دې پوه شو چې هغوی یې قیمت ادا کړ.

د امریکايي کانګرس ځینې غړي په دې لټه کې دي چې د پاکستان مرستې دې کمې کړل شي.خو په دې باب رابرټ ګېټس په ځوب کې وویل چې ،” موږ له پاکستان سره ډېرې مهمې ګټې لرو.او زما خپل نظر دا دی چې موږ ته دا مرستې جاري ساتل پکار دي ځکه چې ددې مرستو فایده پاکستاني ولس ته رسېږي.

روبرټ ګېټس وايي د امریکايي حکومت ډېرو غړو د دې شک څرګندونه کړې ده چې په پاکستان کې یو څوک د اسامه په استوګنځای خبر وو.
XS
SM
MD
LG