د لاسرسي ځای

تازه خبر

القاعدې خپل نوی مشر سیف العادل وټاکلی




د خبري رپورټونو ترمخه په پاکستان کې د امريکايانو له خوا د اسامه بن لادن له وژلو وروسته، القاعده د مصر سيف العادل د نوي موقتي مشر په توګه ټاکلی.

د الجزيرې او سي، اين، اين ټيليويژنونو د رپورټونو ترمخه د نوموړي عمر د څلويښتو او پنځوسو کلونو ترمنځ دی او د امريکايي چارواکو په وينا د القاعده يو مهم پوځي قوماندان وو. پر نوموړي تور دی چې په ۱۹۹۸ کال کې يې په نيروبي او دارالسلام کې د امريکا پر سفارتونو د بريدونو په کولو کې لاس درلود. پر نوموړي دا تورونه هم دي چې په ۱۹۹۰ کلونو کې يې په افغانستان او سوډان کې د مليشو لپاره روزنيز مرکزونه هم جوړ کړي وو.
د ايف بي آيي په وينا د العادل پر سر پنځه ميلينه ډالره جايزه هم اعلان کړي وه.
څيړونکي وايي چې سيف العادل به ونه شي کړای د اسامه بن لادن ځای ونيسي. لندن ميشته کارپوه شاشانک جوشي وايي:
((سيف العادل د القاعده امير نه دی ټاکل شوی. هغه هغومره حیثیت نه لري لکه څومره چې اسامه درلود. د دې مطلب دا دی چې د يو تنظيم په توګه القاعده د دې وړتيا نه لري چې د مشر د ټاکلو لپاره دې ټول کاروه سم ترسره کړي. مثلا د مشرۍ د سوګند پورته کولو بهير او د مشر لپاره د شورا ټاکل هغه څه دي چې په اوسنيوو شرايطو کې پرې کار کول مشکل ښکاري.))
تر دې دمه داسې ويل کيدل چې د اسامه مرستيال او د اوږدې مودې ملګري، ايمن الظواهري به د هغه ځای ناستی شي. دا لا روښانه نه ده چې د القاعده مشر په توګه د سيف االعادل ټاکل کيدل به د ايمن ظواهري د پلويانو او په عراق او يمن کې د القاعده د څانګو لپاره څومره د منلو وړ وي خو شاشانک جوشي وايي چې د عادل ټاکل کيدل به القاعده ته د اسامه په شان بل روحاني مشر ورنه کړي. هغه وايي:
((اسامه د القاعده د ساتلو او د دوی د نوم خورولو لپاره يو سمبول وو چې بل څوک دغه تشه نه شي ډکولی. تر دې چې تر ټول مشهور او د اسامه مرستيال ايمن الظواهري هم د هغه په شان اثر نه لري. په هيچا کې د اسامه په شان راښکون نشته.))
د رايټرز خبري اژانس په وينا سیف العادل د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په يوولسمه نيټه پر امريکا د بريدونو پر مهال په افغانستان کې وو او بيا ايران ته لاړ. هلته ايرانيانو د القاعده د نورو غړو سره يو ځای د نظارت لاندې ونيو خو د عربي خبري اژانسونو په وينا ايران يو کال وړاندې عادل پريښود او اوس د پاکستان او افغانستان د پولې خوا او شا اوسيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG