د لاسرسي ځای

په تخار کې په لسګونه مظاهرچیانو ته مرګ ژوبله اوښتې



افغان چارواکي وايي، د تخار په مرکز تالقان کې د ناټو ځواکونو د تیرې شپې د د کاروايي پر ضد د مظاهرې په تاوتریخوالي کې د وژل شویو او ټپيانو شمیر تر سلو اوښتې ده.

د تخارد عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد حسن بسیج ویل، په دغه تاوتریخوالي کې ۱۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ۶۸ ټپيان دي. ځینې سرچینې وايي د ټپیانو شمیره سل تنو ته رسېدلې ده.

مظاهره چیان ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو پر دوی ډزې کړي.
خو چارواکي وايي، چې په مظاهره چیانو کې هم وسلوال کسان و او پر امنیې قومندانۍ او پي. آر. ټي باندې یې د حملې هڅه وکړه.او پر سرکاري ودانو یې کاڼي وغورځول.


مظاهره چیان ادعا کوي، چې د ناټو د تیرې شپې په هوايي حمله کې څلور ملکي کسان وژل شوي. خو ناټو ځواکونو بیا د یوې اعلامیې په خبرولو سره وژل شوي کسان وسلوال مخالفین بللي.

دغو ځواکونو ویلي، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د یوه کس پر ضد په دغو عملیاتو کې د دوو وسلوالو ښځو په ګډون څلور کسان وژل شوي.
افغان امنیتي سرچینې وايي تاوتریخوالی اوس ختم شوی دی ،مظاهرچیان تیت وپرک شوی دی او په ښار کې افغان ملي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

په افغانستان کې په بیا بیا د ولسي مظاهرو پر وخت مرګ ژوبله رامنځ ته کېږي چې یو علت یې ښايي په دغه ملک کې د بلوه ضد پولسیو ناسمه روزنه او د احتجیانو له کنټرول وتل دي.چې یوه بیلګه یې په دا وروستیو کې د مزارشریف او کندهار مظاهرې وې چې پکې حکومتي او ولسي مظاهرچیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
XS
SM
MD
LG