د لاسرسي ځای

په کوټه کې د ترهګرۍ پېښو مرګ ژوبله اړولې


د مشکوکه ځانمرګې بم بریدکونکې چې له خپلو څلورو نورو ملګرو سره یوځای ووژل شوه.ی په خبره روسی پاسپورټ یې لرلو

د مشکوکه ځانمرګې بم بریدکونکې چې له خپلو څلورو نورو ملګرو سره یوځای ووژل شوه.ی په خبره روسی پاسپورټ یې لرلو


خدای نور ناصر مشال ريډيو کوټه

په کوټه کې نن سهار څه کم نهه بجې د کوټې دکلي ګوهرابادپه کمالوکراس کي ناڅرګنده وسله والو چې پر موټر سایکلونو سپاره وو پر يوه موټرډزي کړې چي په کې دپولیسوپه وینا ۵ تنه وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي.

د سیمې دپولیس تهاڼې مشرغلام رسول وايي ،””وژل شوي کسان د هزاره قبیلې دی ، چي له هزارګنجي څخه دښارپرلور روان وو. دډزوپه ترڅ کي درې تنه چي په موټرکي سپاره وو وژل شوي اودوه لارویان چي يو په کې ماشوم دی.وژل شوي دي٬٬

سره د ټینګو امنیتي ګامونو ننۍ پېښه چي په کې نهـ تنوته مرګ ژوبله په داسي حال کي اوښتې چي يوه ورځ مخکي د کوټې خروټ اباد دخیزۍ څلورلاره کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په پرونۍ کاروايي کې پنځه ځانمرګي بریدکونکي او د ملېشې ځواکونو یو سرتیری وژل شوي دي.
د کوټې پولیس ادعا کوي چې پنځه مشکوکه ځانمرګو بریدکونکو چې درې پکې ښځې وې غوښت چې د ملېشې پر چوکۍ برید وکړي خو د امنیتي کسانو له خوا وار دمخ ووژل شو.

د پولیس مشرسي سي پي او داود جونیجو وايي چې د دوی د لومړنیو پلټنو له مخې وژل شوي کسان ټول ځانمرګي بریدکوونکي وو.پنځوواړو موټرډېرلري پرې ایشی وو اوپه پښوورته راروان وو، همدلته له پوستې سره نژدې يوه خپل ځان والوزاوو اوټول ولوېدل.

که څه هم سرکار ي چارواکي وايي چې وژل شوي شکمن کسان ځانمرګي بریدکونکي وو خو د سترګو لیدلی حال بل ځه وايي. په هم دې ځاي کي ولاړ يو عیني شاهد سلیم خان مشال ريډیو ته وویل ،”” زه همدلته وم کله چي دا پېښه وشوه، پنځه کسان چي درې په کې ښځي وې ورو ورو ددې چوکۍ پرخواراروان وو. ديوه کس په لاس کي لاسي بم وو. چیک پوسټ ته نيژدې دا کس ولوېد او هغه په لاس کي بم يې وچاودېد. له هغه وروسته ًپه دوي باندي ملیشاځواکونوډزي وکړې چي ټول په کې ووژل شول.٬٬

تريونیم ساعت تېرېدو وروسته بیا هم رسنیوته داسي هیڅ هم څرګندنه شوو چي ورڅخه مالوم شي چي بریدکوونکي ځانمرګي وو. دپېښي له ځايه پولیسوته د وژل شویوپاسپورټونه په لاس ورغلي چي وايي دروس جوړپاسپورټونه وو. پولیس زیاتوي له دوي سره دوه نور ملګري هم وو، خوهغه تردې پېښي مخکي په تېښته کي بریالي شوي. سره له دې چي دپولیسوله خوابیل بیل بیانونه رسنیوته ورکړل شوي خودډېروپوښتنوځوابونه لاهم ورنه کړل شول.
دپېښي په ځاي کي خپله خبریالان هم سم خبر نه وو چي اصل کیسه څه ده؟ یو ځايي خبریال سیدعلي شاه وايي،”” تر اوسه لا نه ده مالومه چې خلکوهدف څه وو ؟ او دوي څه غوښتل. دا نه معلوميږي چي له دوی سره وسله څومره وه، موږته خويې هغه لاسي بمونه ښکاره کړو چي له دوي سره وو. چاودېدونکي توکي یادوي خو دځانمرګي جيکټونوخبره چي اول کېده اوس نه کېږي٬٬

ددغه پېښې یو لړ پوښتنې لا هم پاتې دي چې هغوی ته ولې دځانمرګو بریدکوونکونوم ورکړل شو؟ ولي هغه میرمن ژوندۍ ونه نیول شوه چي پاکستاني ټيلویزني شبکوپه بیابیاښکاره کوله چي لاس يې پورته نیولی و اودعیني شاهدانوپه ویناپه پښوکي لګېدلې وه. خووروسته پرې بیاډزي وشوې او په هغه ځاي ووژل شوه.
XS
SM
MD
LG