د لاسرسي ځای

د افغانستان د ملي امنیت یا سېکورټي کونسل مشرډاکټر رنګین دادفر سپنتا چې د دوشنبې ورځ دافغانستان ولسي جرګې ته دافغانستان او امریکا د ستراتیژیک تړون په اړه معلومات ورکول وویل، چې افغان دولت به هېڅ کله هم د دې تړون د لاسلیک لپاره د ګاونډیو هېوادونو اجازه یا مشوره وانخلی او د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې به د ملي شورا له تایید وروسته لاسلیک شي.

ډاکټرسپنتا زیاته کړه، چې د دې تړون له مخې به د افغانستان امنیتي ځواکونوپه روزلو د سولې په راوستو او ښې حکومتداری په جوړولو او په خپل سر د عملیاتو د نه کولو او نورو برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.

تر څو افغان ځواکونه د خپلو سرحدونو دفاع وکړای شي او ګاونډیو اوږدې مداخلې پای ته ورسیږي،” له موږ څخه چا پوښتنه وکړه چې مونږداټومي بم څښتن کیږو، له موږ چاپوښتنه نده کړي چې له چاسره دښمني وکړو او له چاسره دوستي، نوولې افغانستان دخپلو دوستانو او دښمنانو په انتخاب کې دملي ګټوپراساس له ګاونډیو اویا لویو هېوادونو دامریکا په شمول اجازه واخلي.موږ هم حق لرو چې د ملي ګټو پر اساس له چا سره د ښمني وکړو او له چاسره دوستي، تر څو د خبرو اترو چارې زما ترمشرۍ لاندې وي هېڅ ګاونډي ته به دویټوحق ورنه کړل شي٬٬

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول وویل، چې د افغانستان او امریکا ستراتیژیک تړون په اړه ګاونډي نېک نظرنه لري او دوى په دې اړه ځینې اندېښنې څرګندې کړي دي.

دبهرنیوچارو وزیر زیاته کړه چې دوی به د ډېپلوماتیکو اړیکو په وسیله دګاونډیو دا اندېښنې له منځه یوسي او دوی ته به ډاډ ورکړل شي چې داتړون د دوی پرضد نه دی.نوموړي وویل ،”دلته شک نشته، چې افغانستان باید تصمیم ونیسي او د دوی لیدلوری مثبت نه دی هغو هېوادونو ته چې سفرونه کوو اویا اړیکې ورسره لرو دافغانستان موقف ورته څرګند وو، خوزمونږ دریځ څرګندونه دامعنی نلري چې مونږ له دوی اجازه واخلو٬٬

دولسي جرګې غړي او د دې جرګې دتېرې دورې ریيس محمدیونس قانوني وویل چې په یوه ورځ داټول مسایل نه شي رالنډیدی. ده زیاته کړه،”دستراتیژیک تړون بحث ، د لویې جرګې بحث ، او دروغې جوړې بحث کافي نه دى نه پوښتنې بس دي او نه ځوابونه، چې وړاندې شوي دا مسایل لوی ملي مسایل دي٬٬

دچارو یوتن کارپوه دافغانستان څېړنیزمرکز مشرغلام جیلاني ځواک وایې چې لومړی په کور دننه باید يو ملي دریځ خپل شي او وروسته دې معلومه شي چې افغانستان څه غواړي ، ګاونډي څه غواړي ، او امریکا څه غواړي اوپه دې اړه دې یوملي کنفرانس راوغوښتل شي.
د یادونې ده چې په دې موضوع ولسي جرګې د مې په ۴ پوښتنې کړي وې او تېره ورځ یې د مسوولينو ځوابونه ترلاسه کړل.
XS
SM
MD
LG