د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ د ۱۲م مۍ دپېښې قاتلان دې په ګوته شي اې اېن پي



ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ

د ۲۰۰۷ کال د مۍ د ۱۲ مې پېښې د وژل شویو کسانو په ياد کراچې ښار په نارت ناظم اباد کې یوه درنه غونډه شوې .په دې جلسه کې دعوامي نېشنل ګوند صوبايي مشرتابه له حکومت او سپريم کورټ څخه غوښتنه کړې ده چې دهغې پېښې د پلټنې په اړه دې عدالتي کميشن جوړ کړي ـ

د يادونۍ وړده چې څلور کاله وړاندې د مۍ پر ۱۲مه نېټه د چيف جسټس د هرکلي لپاره پر تلونکو خلکو وسله والو ډزې کړې وې چې پکې ۴۶ کسان وژل شوي وو.


جلسې ته په وينا کې د عوامي نېشنل ګوند سند صوبایي مشر شاهي سيد غوښتنه وکړه چې کراچۍ کې د امن د ټينګښت او هدفي وژنو د لړۍ د ختميدو يوازينۍ حل لاره داده چې سند اسمبلۍ کې د وسلې د راټولولو لپاره قانون سازي وکړی شي او کراچۍ کې هم د سوات په څېر د محدود وخت لپاره پوځ راوبلل شي او په جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد عمليات وکړی شي ـ

شاهي سيد وويل چې پښتانه د ترهګرۍ په ضد دي او د ترهګرۍ په ضد جګړې ته به دوام ورکوي ،،زموږ جګړه له اردو ژبه ويونکو سره نه ده ، زموږ جګړه د ترهګرو سره ده ،که ترهګر ږېرې والا وي يا بې ږېرې ،ددوي ټولو په ضد جګړې ته دوام ورکوو ،،

هغه زياته کړه،” زه وايم چې د ترهګرو هيڅ دين ،ګوند او عقيده نه وي ، که ترهګر ددوی ګوند کې وي او که نورو ګوندونو کې حکومت دې دوی ونيسي او دوی دې د قانون منګولو ته وسپاري ـ٬٬

شاهي سيد وويل چې د اسټبلیشمېنټ د غلطو تګلارو له وجې پاکستان په ټوله نړۍ کې بدنام شو ـ

جلسې ته په وينا کې د سند صوبې د محنت وزير وويل د ۱۲م مۍ د خونړۍ پېښې څخه څلور کاله پس اوس هم خلک انصاف ته سترګې په لار دي ـ هغه په چيف جسټس غږ وکړو چې د پېښې د ذمه دارانو خلاف دې سوموټو ايکشن واخلي ،،نن عدليه ازاده ده ،په دغه تحريک کې چې کوم خلک شهيدان شوي دي ،لږ تر لږه داسې خو دې وکړي چې دهغوی قاتلان په ګوته کړی شي ـ سوموټو ايکشنونه په مختلفو مسلو اخيستل کيږي که سپريم کورټ د دولسم مۍ په واقعه هم نوټس واخلي نو زما په خيال دا جايز خبره ده ،،
جلسه کې د قراداد په ذريعه د حکومت څخه غوښتنې وشوې چې ۱۲ مۍ د پلټنو په اړه دې د سپريم کورټ د سطحې يو جوډيشل کميشن جوړ کړی شي ـ

چيف جسټس دې ددغې پېښې سوموټو ايکشن واخلي ـ

کراچۍ کې د پښتنو په سېمو کې درول شوي پرمختيايي کارونه دې شورو کړی شي ـ

پرويزمشرف په دور کې په جرمونو کې ککړو عناصرو ته ورکړل شوی معافي دې ختمه کړی شي ـ

ښار کې د هدفي وژنو په ترڅ کې وژل شويو خلکو کورنيو او د اخ و ډب په بېلابېلو پېښو کې سوزول شويو ګاړو مالکانو ته دې معاوضه ورکړل شي ـ

او کراچۍ ښار ته بجلي ورکونکې ادارې کی ايي ايس سي څخه ويستل شوي مزدوران دې بحال کړی شي ـ

جلسې ته د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشرانو بشير جان،شازيه بتول ،امان الله محسود او نورو ويناوې وکړې او د مۍ د دولسمې د پېښې په اړه د پلټنو غوښتنه يې وکړه ـ
ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ

يادونه : آټيچ تصوير د کراچۍ د سېمه ايزې ورځپانې څخه اخستل شوی دی ـ ما چې کوم تصويرونه اخيستي و،هغه د تيارې له وجې تور دي
XS
SM
MD
LG