د لاسرسي ځای

په پاکستان کې په سلګونه کسان د عدالتي کاروايي پرته وژل شوي



د بخښنې نړیوال سازمان اېمنېسټي انټرنېشنل په خپل رپوټ کې ویلې چې د پاکستان په قبایلي سیمو او په بلوچستان کې د عدالتي کاروايي پرته په سلګونه ولسي کسان وژل شوي دي.

اېمنېسټي انټرنېشنل په خپل رپوټ کې لیکي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان تر پوځي مرستې لاندې د وسلوالو لښکرو په مټ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې په سوات کې د ۲۸۲ مشکوکو اورپکو مړي موندل شوي چې د ځايي خلکو په خبره دا کسان د پاکستاني پوځ لخوا وژل شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکه ملک دی.

اېمنېسټي انټرنېشنل په خپل رپوټ کې کاږي چې په پاکستان کې دولت د لږکیانو په خوندیتوب کې پاته راغلی دی.
XS
SM
MD
LG