د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګیلاني: د امریکا او پاکستان ترمنځ بې باوري ختمول غواړي.




د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګېلاني د زیارت ورځ د امریکا له ټایمز مجلې سره په مرکه کې ویلي چې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د پاکستان او امریکا د استخباراتي ادارو تر منځ همکاري ختمه شوې ده .

د پنجشنبې په ورځ له امریکايي مجلې ټایمز سره په مرکه کې سید یوسف رضا ګېلاني ویلي چې که چیري امریکا له پاکستان سره د باور د پر ځای کولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته نه کړي نو بیا له امریکا سره ملګرتیا د ده حکومت له خطر سره مخامخ کولای شي.

وزیراعظم ګېلاني ویلي چې د القاعده د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس اي او امریکايي جاسوسي ادارې سي آی اې تر منځ همکاري پای ته رسېدلې ده او د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ د ترهګرۍ پر ضد د جګړې او له افغانستان څخه د پوځ د اېستلو پر تګلاره اختلاف شتون لري.

یوسف رضا ګېلاني ویلي چې له امریکا سره په اړیکو کې کړکېچ په پاکستان کې دننه د ترهګرۍ په وړاندې جګړه اغېزمنولای شي او د هغه په خبره که د پاکستان او امریکا تر منځ د بې باوري د شتون په صورت کې به دا هم ګرانه وي چې د دواړو ملکونو استخباراتي ادارې یو له بل سره مالومات شریک کړي .

ټایمز مجله زیاتوي چې پاکستاني وزیر اعظم به د خپلو خبرو په ترڅ کې په وار وار د پاکستان او امریکا ترمنځ د بې باورۍ شکایت کاوو.

مجله زیاتوي چې کله د دې بې باورۍ د لامل په اړه له هغه څخه وپوښتل شو نو هغه وویل چې بې باوري د پاکستان له پلوه نه بلکه د امریکا له خوا ده نو په کار ده چې له هغوي څخه په دې اړه وپوښتل شي .

مجله لیکي چې پاکستاني وزیراعظم په لومړي ځل په ډاګه په قبایلي سیمو کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په دې شرط ملاتړ اعلان کړ چې امریکا تر برید کولو وړاندې پاکستان په اعتماد کې واخلي .

یوسف رضا ګېلاني ویلي چې د ده حکومت د هغه ولس په وړاندې جواب ده دی په کوم کې چې له امریکا څخه کرکه زیاتیږي . هغه زیاته کړې ده چې دی یو پوځي امر نه بلکه یو ولسي کس دی . نو که چیري د ولس رایه د امریکا پر ضد وي نو دی نه سي کولای چې له امریکا سره ودریږي بلکه دی به د ولس د رایې درناوی کوي .

پاکستاني وزیراعظم سیدیوسف رضا ګېلاني په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژنې په اړه ویلي چې دا زموږ لپاره د حېرانتیا خبره وه چې دا عملیات امریکا ولې یوازې وکړل. هغه ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد امریکا او پاکستان په ګډه مبارزه کوي نو په کار ده چې په ملګرتیا سره مخ په وړاندې ولاړ شي.

یوسف رضا ګېلاني پرمخ ویلي ، که چیري له امریکا سره داسې ثبوتونه وو هم ، پر کوم چې باور کېدای شوای او د کوم پر اساس چې عملیات کېدای شوای ، خو بیا هم موږ ته په ګډه کار کول په کار وو.

هغه ویلي چې په ایبټ اباد کې د عملیات په اړه خبر هغه ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د شپې پر دوې بجې ورکړې وه ، او له هغه وروسته ده د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټري سلمان بشیر ته ټلیفون کړی او هغه ته یې لار ښوونه کړې چې له امریکايي سفیر څخه په دې اړه وضاحت وپوښتي .

مجله زیاتوي چې یوسف رضا ګېلاني وویل ، له دې عملیاتو وروسته ده تر اوسه له کوم امریکايي چارواکي سره نه خبري کړي او نه یې هم ورسره لیده کاته کړي دي.

د هغه په خبره ، دوي ته ټول خبرونه له رسنیو څخه ور رسیږي ، خو هغه ویلي ، نن موږ وایو چې امریکا دي له موږ سره نېغ په نېغه خبري وکړي .
XS
SM
MD
LG