د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې د ۲۰۰۷م کال د مۍ خونړۍ ورځ لمانځل کېږي


ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ

د مۍ دولسمه نېټه يو له هغو ورځو څخه ده چې د کراچۍ ښاريان یې د خونړۍ ورځې په توګه يادوي .
د ۲۰۰۷ کال په همدې ورځ د پوځي حکمران پرويز مشرف په حکومت کې هغه وخت د ليري کړل شوي قاضي او اوسني چيف جسټس افتخار چودري د هرکلي لپاره کراچۍ هوايي ميدان ته د ښار له بېلابېلو برخو څخه خلک راتلل چې د هوايي ميدان سره نزدې د کالابورډ په سیمه کې کمين نيونکو کسانو د هرکلي دغه قافلې د ډزو لاندې راوستې چې له وجې يې ۴۶ کسان په موقع ووژل شو او د سلو څخه زيات ژوبل شو.

اقبال حسين هم چيف جسټس ته د هرکلي په هوډ له کوره وتلی و،هغه په لار کې وسله والو شپږ ډزه ويشتلی و،خو له نېکه مرغه هغه ژوندی پاتی شوی دی .

اقبال حسين ددغه ورځ کيسه کې وايي چې وسله والو سره نوي او اټوميټک وسله وه ،،هغوي اول لاسي بمونه پر مونږ راوغورځول،ما خپل ملګري شاهد ته وويل چې هسې هم مرو ،خو راشه چې منډه کړو،ما هغې ته ويل ګاړی د لانډي سېمې په لور تاو کړه ،هغه زما خبره نه اوريده،شايد وخت يې پوره و،مونږ چې لږ مخکې نور لاړو نو کسان ولاړ و،ويل يې راکوزيږی ،مونږ کلمه وويله،درې ملګري يې راله ګاړي نه ښکته کړل او ویې وژل او زه يې په ګاړي کې وويشتلم ـ بيا يې زموږ تلاشي واخيسته خو شکر دی چې زه بې هوشه نه وم ـ زه هوش کې وم خو زما درې واړه ملګري زما د مخې مړه پراته وو ـ زه يې وړکولم راوړکولم ـ بيا يې زما په لاس يو ډز وکړو چې يره دا مړ دی که ژوندی ،ما ځان ونه خوځولو نو د هغوی يقين وشو چې دا ټول مړه دي ،،

د ښار د لاندې سیمې استوګن ۲۰ کلن جاويد هم چيف جسټس ته د هرکلي لپاره جناح نړيوال هوايي ميدان ته په لار و،چې د کمين نيونکو وسله والو د ګولو ښکار شو .

د جاويد ورور نثار د خپل کشر ورور د مرګ وروسته د چيف جسټس نه خواست کوي چې دهغه په وژنه کې ککړ کسان بايد ونيسي ،،د چټۍ ورځ وه ،هغه هم زلمي و،ټول زلمي د چيف جسټس هرکلي ته تلل ،هغه هم روان شوي دی ،چې د کالابورډ په سېمه کې پرې ډزې شوې وې،رڼا ورځ وه ،د ورځې درې بجې وې ـ چيف جسټس چې اوس بحال شوی هم دی او هغه په پټرولو او نورو څيزونو او يا هم د حکومت په وړو وړو خبرو ګام پورته کوي. ،او دهغې دپاره کميشن جوړوي،هغه سره ددې څيزونو لپاره وخت شته خو د دولسم مۍ د شهيدانو دپاره هغه سره وخت نشته ،زه ويم که د دولسم مۍ پېښه نه وې شوې نو زما يقين نه راځي چې افتخار چودري دې اوس چيف جسټس وی ،،

د سوات د سېمې سعيد هم په دغه خونړۍ پېښه کې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی ـ د سعيد کشر ورور ثاقب څلور کاله روسته چې نن هم کله د ورور په اړه څه خبره کوي نو سترګې يې له اوښکو ډکيږي ،هغه مشال ريډيو سره په خبرو کې په داسې مهال چې له سترګو يې اوښکې څڅيدې داسې وويل ،،په دغه ورځ چې زه سهار پاڅيدم او بيا بېرته کورته راغلم نو دې له کوره وتلی و،زه چې د کوره راوتم نو زمونږ د صدر صېب وررو راته وويل چې په جلسه ډزې شوي دي ،ما هغه وخت ډېرې منډې ترړې ووهلې،او هیڅ پته یې ونه لګيده خو دشپې يوه بجه وه چې ماما مې لاش کورته راوړه ،مونږ هغه جناح هسپتال په زخميانو کې کتلو خو هغه مړ و،داسې حال دی چې مور او پلار د سړي مړه شي داسې نه وي ،خو چې مشر ورور د چا مړ شي نو زموږ خو د ملا هډوکی مات شو ،،

عوامي نېشنل ګوند د مۍ د دولسمې د قربانيانو په ياد کې نن د صوبې په ټولو دفترونو کې د قرانشريف د ختمونو اهتمام کړی دی ـ پښتونخوا ملي عوامي پارټي ددغو قربانيانو په ياد کې نن ددغه ګوند په صوبايي دفتر کې د لاس نيوې غونډه جوړه کړې ده .
XS
SM
MD
LG