د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرو ځپلو لپار دي ملګري ملتونه پر پاکستان فشار راوړي.خلیلزاد



په کابل، بغداد او ملګرو ملتو کې د امریکا پخواني سفیر ازادۍ راډيو ته وویل، چې پر پاکستان باید امریکا فشار زیات کړي چې د القاعده او طالبانو مشران په خپله خاوره کې وځپي.

د زلمي خلیل زاد په وینا که چیرته اسلام اباد داسې و نه کړي نو دا مسله دې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته یو وړل شي چې نړۍ پاکستان اړ باسي چې له ترهګرۍ سره په جګړې کې سمه همکاري وکړي.

د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژلو وروسته دې ته لاره هواره شوې ده چې امریکا د مشکوکو ترهګرو نور مشران هم په پاکستان کې وځپي.

دا خبره په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر وکړه. زلمي خلیل زاد دا هم وویل چې تر اوسه امریکا پاکستان ته کتل، خو پاکستان لکه څرنګه چې پکار و هغسې مرسته د ترهګرو په ځپلو کې نه ده کړې.

خلیل زاد سره له دې چې پر پاکستان د امریکا د فشار وړاندیز کوي دا هم وایي، چې امریکا پر پاکستان ډیر فشار هم نه شي راوستلای، ځکه چې که چیرته پاکستان دړې وړې شي نو ښایي اټومي وسلې یې ترهګرو لاس ته ولوېږي.

په کابل او بغداد کې د امریکا پخوانی سفیر څرګندوي چې پاکستان باید په خپله مرسته وکړي که چیرته له امریکا سره د ترهګرو د ځپلو مرستې ته چمتو نه وي نو خبره دې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وړاندې شي،« کیدای شي چې د ملګرو ملتو له لورې د امنیت شورا تر سیورې لاندې یوه ډله غوره شي، چې پاکستان دې ته اړ شي چې له دې ډلې سره مرسته وکړي او څرګنده شي چې ولې بن لادن او نور ترهګر په پاکستان کې ژوند کوي، دوي په پاکستان کې له نورو سره څه ډول اړیکي لري؟که پاکستان مرسته نه کوله بیا دې د نړیوالو تر فشار لاندې راشي»

د مې په دوهمه نېټه په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له وژلو یوه اونۍ وروسته د امریکا ولسمشر اوباما وویل چې د پاکستان د خاورې دننه د ابن لادن له موندلو داسې څرګندیږي، چې ښایي د پاکستان له دننه مرسته ورسره شوې وي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ټیم ډونډیونډ وایي، چې اوس موږ پر پاکستان فشار راوستی دی.

پر پاکستان څه ډول فشار پکار دی؟ د کابل پوهنتون د سیاسي علومو او حقوقو د پوهنځي استاد نصراله ستانکزی په دې باور دی چې پر اسلام اباد نړېوال عملي فشار پکار دی،« د حل لاره اخلاقي فشارونه نه دي چې پر پاکستان راوړل شي یا تبلیغاتي فشارونه راوستل شي، زما په فکر د ملګرو ملتو له لورې باید پاکستان تر فشار لاندې راشي څو د تروریستانو ځالې په خپله خاورې کې ټولې کړي»

اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې واشنګتن هڅه کوي د اسامه بن لادن له کونډو سره چې ویل کیږي په پاکستان کې په زندان کې دي اړیکي ونیسي او هغه اسناد وپلټي چې د اسامه بن لادن په کور کې په ایبټ اباد کې پاتې دي چې دا څرګنده شي چې پاکستان اسامه ته پناه ورکړې وه که نه؟

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وایي، که چیرته پاکستان مرسته ونه کړه نو امریکا دې خپله تګ لاره بدله کړي، پر پاکستان دې د تیر په څېر ډیر باور نه کوي، له دغه هېواد سره دې پر خپلو مرستو لاس ونیسي او د دې لپاره چې په افغانستان کې له ترهګرو سره په جګړې کې له ستونزو سره مخامخ نه شي نو د افغانستان پر شمالي هیوادو دې د خپلو پوځيانو د اکمالاتو لپاره تکیه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG