د لاسرسي ځای

ډرون الوتکو په شمالي وزیرستان کې مشکوک اورپکي وژلي




له سیمې نه په ترلاسه شوېو رپوټونو کې ویل شوي چې دا برید نن د زیارت ورځ تر غرمې وړاندې د دته خیلو په خواو شا سیمو کې شوی.

يوه ځايي سرکاري چارواکي ، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي رسنیو ته وویل چې بې پيلوټه الوتکو پر شاوخوا لس نیمو بجو د دته خیلو په مزدک نومې سیمه کې پر هغه پک اپ موټر دوه توغندي وتوغول چې ګومان کيږي وسلوال اورپکي په کې سپاره ول.

په داسې حال کې چې سرکاري سرچینو او ځايي خلکو لا د وژل شوېو کسانو د پېژندګلو په اړه څه نه دي ویلي خو نا تائيد شوي راپورونه وايي چې په دې ډله کې نامالوم شمېر بهرني وسله وال هم شامل دي،چې د سرچینو له مخې د منځنۍ اسیا د هېوادونو اوسېدونکي دي.

د ځايي سرچینو او نړېوالو رسنیو د مالوماتو له مخې په شمالي وزيرستان کې پر عرب جنګيالو سربېره په القاعدې ډلې پورې تړلي ازبک، چیچنیايي او د یو شمېر نورو هېوادونو وسله وال هم دیره دي.

دته خېل د شمالي وزیرستان یوه له هغو سیمو ده چې ويل کېږي د ځايي طالبانو ترڅنګ بهرني وسله وال جنګيالي په کې مرکزونه لري چې ډیر ځله د ډرون الوتکو له خوا په نخښه شوې.

له دې وړاندې د تېرې جمعې په ورځ هم بې پيلوټه الوتکو په دغه سیمه کې د وسله والو پر یوه مرکز او ورسره جوخت پر یوه موټر بريدونه کړي ول چې د وروستیو راپورونو له مخې شپاړلسو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو لړۍ په داسې حال کې بیا تیزه شوې چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړيکې تر بل هروخت ترينګلې بلل کېږي.

بل خوا اسلام اباد د دې بریدونو د بندولو غوښتنه کوي، خو امریکا وايي چې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه په سیمه کې یوازې د ځايي او بهرنیو وسله والو پرضد ترسره کیږي نه د سیمې پر خلکوباندې .
XS
SM
MD
LG