د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه په یاداښتونو کې د بریدونو څرګندونې


د القاعدې مشر اسامه بن لادن خپله یو ویډیو ګوري .دا پيته د هغه د وژلو په عملیاتو کې امریکايي ځانګړې ځواکونو ترلاسه کړې وه.
د القاعدې مشر اسامه بن لادن خپله یو ویډیو ګوري .دا پيته د هغه د وژلو په عملیاتو کې امریکايي ځانګړې ځواکونو ترلاسه کړې وه.

د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په کاغذونو او یاداښتونو کې لیکل شوي چې نوموړي له منځني ختیځه د امریکا د ویستلو لپاره د امریکايانو په وژنه فکر کاوه. د نوموړي د ډایرۍ په اړه په بېلا بېلو ورځپاڼو کې خبرونه راغلي دي.


اسامه بن لادن د روانې میاشتې په دویمه نېټه د پاکستان د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې امریکايي ځانګړو ځواکونو وواژه. امریکايي سرتېرو چې د اسامه په کور کې په عملیاتو کې برخه واخیسته نو له هغه ځای یې د نوموړي ځېني کاغذونه او مهمې ويډیو ګانې هم تر لاسه کړې.

د بي بي سي په خبره په دې یاداښتونو او پاڼو کې لیکل شوي چې اسامه دا حساب کاوه چې څومره امریکايان باید ووژني چې امریکا دې ته اړ شي چې له منځني ختیځه ووځي.

بي بي سي دا خبره د امریکايي چارواکو له خولې په خپل رپورټ کې لیکلې ده. په رپورټ کې لیکل شوي چې د القاعده مشر په خپله ډایرۍ کې لیکلي ول چې د سپټمبر د یولسمې بریدونو هغه تاثیر نه دی لرلی چې دوی غوښته.

اسوشییټډ پرېس خبري اژانس په خپل یوه رپورټ کې لیکي چې اسامه بن لادن پر خپلو پلویانو زور راوړ چې د امریکا د وهلو او پر دې د بریدونو لپاره دې نوې لارې چارې ولټوي.

القاعده عرب قوم پرستي که جهاني اسلامي مبارزه ؟ له کارپوه خادم حسین سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG