د لاسرسي ځای

د خبریال نصرالله اپریدي د وژنی پرضد نن مظاهرې کېږي


د خیبر ایجنسۍ د خبریال نصرالله اپریدي د وژنی پرضد نن په دويمه ورځ هم د خبریالانو احتجاجي مظاهرې دوام لري ، اونن د خیبر قبايلي سیمې یو شمیر خبریالانو د باب خیبر جمرود په مقام باندې احتجاجي مظاهره وکړه.

د خیبر پښتونخوا خبریالان به د پیښور پریس کلب مخې ته مظاهره کوي.

بل خوا د خیبر پولیټیکل ایجنټ شفیرالله خان وزیر د وژل شوي خبریال نصرالله اپریدي د کورنۍ لپاره د دوه لکه روپوورکولو او میاشتنۍ ۱۶ زره روپۍ وظیفه ورکولو اعلان کړی دی.
XS
SM
MD
LG