د لاسرسي ځای

د سولې ضد څرګندونې د افغانستان ملي ګټو ته زیان رسوي


د افغانستان د سولې عالي شورا د مارچ پر ۲۲ نېته په خوست کې غونېد ته وینا کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د مارچ پر ۲۲ نېته په خوست کې غونېد ته وینا کوي.


نقیب الله متونوال مشال ريډيو خوست

د فغانستان د پكتيا ولايت ولايتي چارواكو، ديني عالمانو او قومي مشرانو نن په يوه غونډه كې كې د سولې او بياروغې جوړې پروسې ملاتړ وكړ او د سولې د بهیر پر ضد خبرې يې له اسلامي اصولو سره مخالفې او د هيواد ګټو ته زيان اړونكي وبللي.
دا په داسې حال کې ده چې يوه اونۍ وړاندې په افغانستان كې د اميد او تغير ټلوالې مشر ډاكټر عبدالله او د ملي امنيت پخواني ريس امرالله صالح د سولې په بهير نيوكې وكړي او له افغان دولت څخه يې د وسله والو په وړاندې د غوڅ دريځ غوښتنه وكړه. دې څرګندونو د هيواد په كچه غبرګونونه راوپارول.

د پكتيا ولايتي چارواكو او قومي مشرانو هم نن په يوه غونډه كې كې د سولې او بياروغې جوړې پروسې ته زيان اړونكې خبرې وغندلې او د امنيت د ټينګښت يوازينۍ لاره چاره يې د سولې او پخلاينې لاره وبلله.

په مشرانو جرګه كې د پكتيا د خلكو سناتور عبدالحنان غونډې ته په وينا كې له وسله والو سره د سوله ايزو خبرو د ګړندېتوب د غوښتنې تر څنګ د امرالله صالح او ډاكتر عبدالله خبرې د دوى شخصي نظر او دعامو افغانانو په زيان وبللې.

نوموړى زياتوي،”چې امرالله صالح او عبدالله د جګړې دوره تېره كړې نور زياتې بس ده د پكتيا اوسيدونكي او دا ملت سوله غواړي٬٬

قومي مشر او ديني عالم مولوي خالق داد هم د سولې د پروسې پر ضد خبرې له اسلامي اصولو سره مخالفې او هيواد ګټو ته زيان اړونكي بولي.

مولوي خالق داد وايې چې دا ډول خبرې د هيواد له ملي ګټو او د اسلام له سپيڅلي دين سره جوړې نه دي.

د پكتيا والي او د ولسمشر سلاكار جمعه خان همدرد هم د سولې په ضد كړنې د هيواد له ګټو سره په ټكر كې وبللې او په ټولو هيوادوالو يې غږ وكړ، چې كه چېرې د اسوده راتلونكي ژوند تكل لري نو د سولې لمن دې را ټينګه كړي.

والي جمعه خان همدرد زياته كړه،” په سوله كې د هغه چا امنيت او ګټه ډېره خوندي كېږي چې اوس يې په وړاندې خنډونه جوړوي٬٬

د ډاكتر عبدالله او امرالله صالح د ورستيو څرګندونو په وړاندې د پكتيا قومي مخور او ولايتي چارواكي په داسې حال كې غبرګون ښيي چې تيره ورځ د هيواد د سولې شورا مشر برهان الدين رباني خبردارى وركړ،چې كه چېرې د سولې پروسه چټكه نه شي نو نا امنى به لاپسې زياتې شي
XS
SM
MD
LG