د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي خبریال نصرالله اپرېدی ووژل شو.




د پيښور سپر ماركيټ کې شپه په يوه بمي چاودنه كې قبایلي خبريال نصرالله اپريدی وژل شوی دی . دا پېښه اله رامنځ ته شوه چې نصرالله اپریدی څنګه خپل ګاړي کې کښېنوست نو سمدستي بمي چاودنه شوه.ځينې سرچینې وايي چې بم د هغه په موټر کې کېښودل شوی وو.

وړاندې داسې رپوټونه وو چې دا د ګیس سلنډر چاودنه ده، خو کله چې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حیسن د پولیس له نورو لوړپوړو چارواکو سره د پېښې د ځای کتنه وکړه ،نو هغه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دا هدفي وژنه کېدای شي.

میا افتخارحسین ویلي ،چې خبریالان ځکه په نښه کېږي چې هغوی رښتیا وايي .او رښتیا ویل په هغه خلکو بد لګېږي چې په ترهګرۍ کې لاس لري.

د پېښور د پولیسو مشر سي سي پي او لیاقت علي مشال ريډيو ته وویل،چې ترڅو د بم ناکاره کولو ډلې هغوی ته رپوټ نه وي ورکړی نو په دې اړه تر هغو هیڅ نشي ویلای.دی وايي چې، که په دغه چاودنه کې بارودي مواد وموندل شو نو بیا دا یوه بمي چاودنه کېدای شي.خو دی وايي چاودنه په ګاړي کې دننه شوېده.

یو عیني شاهد هم دا خبره کوي چې چاودنه په موټر کې دننه وشوه.

د نصرالله اپريدي یو نژدې ملګری او د خیبر خبریالانو ټولنې مشر شیرخان وايي چې نصرالله خپل ګاړی په سپر مارکیټ کې دننه پرې اېښی وو او له ده سره یوځای له ښاره بهر تللی وو.

نصرالله اپرېدی په پېښور کې په خپل ګاړي کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو

شیرخان وايي،”له کومې ورځې راهیسې چې په سیمه کې دا فساد او ترهګري روانه ده ،نو په بیا بیا نصرالله ته د نامالومه خلکو لخوا دړکې ورکول کېدې ،پر کور یې بمونه غورزول شوي دي.او هغه به تل سپا او روڼ خبرونه ورکول چې ددې له وجې ډېرو ډلو هغه نه خوښولی.په دې وروستیو ورځو کې هم ده او ما دواړو ته باقاعده دړکې راکول شوې دي.او نصرالله راته ویل چې څه احتیاط به وکړو ، کومه شپه چې په ګور وي هغه په کور نشي کيدای٬٬


د قبایلي خبریالانو مشر صفدر داوړ ددغه پېښې په سختو ټکو غندنه کړېده،او ویلي یې دي چې قبایلي خبریالان اوس په پېښور او نورو سیمو کې خوندي نه دي.

دی وايي،” به قبایلي سیمو کې دا زموږ لسم ملګری خبریال دی چې شهید کېږي،په ۲۰۰۷م کال په حیات آباد کې د نصرالله پر کور بمي حمله شوې وه.




۳۵ کلن نصرالله اپرېدی په باړه خيبر ايجنسۍ كې د اردو ورځپاڼې مشرق، انګريزي ورځپاڼې دي نیوز او د پاكستان ټيلي ویژن خبریال وو.

د هغه پنځه بچیان دي،دی خپله هم د خیبر درې د باړې اوسېدونکی وو،

د نصرالله اپریدي جنازه نن د پېښور په باغ ناران کې وشوه،او په حیات آباد کې یې خاورو ته وسپارلی.



.
XS
SM
MD
LG