د لاسرسي ځای

دبلوچستان په کوټه کې د پولیس ښڅينه تاڼه جوړېږي




نیازموسی خیل،کوټه

د بلوچستان د استغاثې یا پراسیکیوشن صوبایي وزیري راحیله دراني په کوټه کي د بلوچستان کانسټیبلرۍ د دورې پر مهال اعلان وکړۍ چي صوبایي حکومت به په کوټه کي د ښځو لپاره لومړۍ ځانګړې پولیس تاڼه جوړوي.

د کوټي د کیپیټل آفس یوه مشر،انسپکټر عاصم شاه وايي،”” د سټي تاڼې دننه مو ځایي کتلۍ دۍ او امکان دا دۍ چي هم دلته به ښځینه تاڼه جوړیږي٬٬

د ښځينه تاڼې له عاصم شاه څخه مي پوښتنه وکړه چي د زنانه تهاڼې جوړولو ضرورت اوس څله محسُوسه شو؟د په ځواب کي وویل:٫٫بنیادي خبره به دا وي چي کومي نجونې په خپله خوښه د خپل ژوند ملګرۍ و ټاکي،او یا بیا په کور کي پر دوي وهل ډبول کیږي،نو دوي نا څاپه و تاڼو ته را مخه کړي،نو چونکه دلته په تاڼو کي نارینه کارکونکي وي،نو ځکه بیا موږ دوي کومي شخصي ادارې او یا بیا د دارالا مان په حواله کړو،هلته هم دوي له ستونزو سره مخامخېږي .مګر د زنانه تاڼې په موجودګي کي به د دوي ټول عدالتي او نور سرکاری کارونه هم هلته په زنانه تاني کي تر سره کیږي.له دغ نه علاوه هم،زنانه جرم کونکې به موږ دلته ساتو اویوازي زنانه پولیس به له دوي سره کار لري.٬٬


د بلوچستان یو شمېر خلک په دې نظر دي چي که حکومت د قبایلي دودونو او رواجو په خیال ساتلو سره،داسي تاڼې له کوټي سره سره ود صوبې په نورو سیمو کي هم جوړې کړي ،نو دا به د دوي په وینا د ښځو سره مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG