د لاسرسي ځای

د مصر حکومت بلوه ګرو ته ډېرسخت خبرداری ورکړی


دا دمصر په امبابا کې هغه چرچ دی چې د مسلمانانو او عیسویانو په فرقه ییز ښخړه کې وسوزول شو

دا دمصر په امبابا کې هغه چرچ دی چې د مسلمانانو او عیسویانو په فرقه ییز ښخړه کې وسوزول شو

د مشال مرکزي خبري څانګه

ژباړه.ملیحه امیرزاده


د مصر د انصاف وزیر عبدالعزیز ال ګندي دا خبر دارې ورکړې چې انتظامیه به هغه خلکو ته د پوره زور سره ځواب ورکوي څوک چې د ملک ملی امنیت ته نقصان رسوي.

نوموړي دا خبرې د اتوار په ورځ د کابینې یوې بیړني غونډې پر مهال له هغه وروسته کړي چې په فروري کې د صدر حسني مبارک د واک نه لرې کیدلو وروسته په اول ځل په مصر کې د مسلمانانو او عیسایانو تر مینځ نښتې شوي. په دې فرقه ایزه نښتو کې 12 کسان وژل شوي او د 180 نه زیات زخمیان شوي دي.

رپورټونه وایی په مصر کې پوځي واکمنانو ويلي چې په پوځي عدالتونو کې به پر هغه 190 کسانو عدالتي کاروایی کیږي چې د مسلمانانو او عیسایانو ترمنځ د نسلی تشدد پيښې په رامینځ ته کولو کې یی لاس دې. د مصر د واکمن پوځ سترې شورا دا د تششدد د ودرولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.

د رپورټونو تر مخه دا پېښې له هغه وروسته پیل شوې چې ځینې سخت دریځه مسلمانان چې د سلفي تحریک سره یی تعلق لرلو ، د سینټ مینا په نامه یوه کلیسا ته ورغلل او د هغې عیسایی مېرمنې د ورسپارلو غوښتنه یې و کړه چې د دوي په خبره مسلمانه شوې وه . او خبره هغه وخت خرابه شوه کله چې د کلیسا د ساتونکو سره دوي خله و و هله. چې بیا یی په یو بل ډزې وکړې او د پټرول بمونه یی هم پر یو بل وغورځول. په دې پیښو کې په ښار کې کلیسا ته د اور لګولو کوشش هم شوی وو.

د دې نه وړاندې هم د دې هیواد په یوه لویدیځ ښار امبابا کې هم داسې نښتې شوې وې چې بیا پولیسو پرې اوښکي بهوونکي ګېسونه غورزولي وو.

په دې حال کې د هیواد وزیر اعظم د پارلیمان بیړني غوڼدې د را بللو لپاره خپله د خلیجي هیوادونو دوره هم ودرولې وه .

ښاغلي عبدالعزیز د خبرو پر مهال زیاته کړه چې حکومت به ډیر زر داسې قوانین عملي کړی چې په ترڅ کې به یی هغه خلکو ته د مرګ د سزا ورکول کیږي څوک چې د عبادت په ځایونو بریدونه کوی.

د یادونې وړ ده چې په مصر کې په سل کې لس تنه د عیسوي مذهب پیرویان دي او په هیواد کې د راتلونکي په اړه بې یقينۍ فرقه ایزې کشالې زیاتې کړي دي.
XS
SM
MD
LG