د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوریا کې چاپې او نیونې


له سوریا په راغلیو رپورټونو کې د بشري حقونو ډلو ویلي امنیتي ځواکونو په هومز ښار کې چاپې وهلې دي او هلته یې په سلګونو کسان نیولي دي.

هلته بېګا د سوریا ولسمشر بشار الاسد هومز ښار ته ټانکونه استولي ول چې موخه یې د هغه پاڅون ماتول دي چې له شا و خوا دوو میاشتو راهیسې د هغه د ټولواکه واکمنۍ پر ضد روان دی.

د سوریا یا د شام د بشري حقونو یوه ډله وايي بېګا یو دولس کالن ماشوم هغه مهال وژل شوی چې ټانکونه او پوځیان د هومز درې ولسواليو ته ورننوتل.

همدا راز یو عیني شاهد وايي امنیتي ځواکونو بېګا د دیر الزور په ښار کې لږ تر لږه دوه بې وسلې کسان، پر مظاهره چیانو د ډزو پر مهال وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG