د لیبیا د مصراتا ښار له هوايي ډګر سره نېږدې د معمر قذافي پلویو ځواکونو او یاغیانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
د یاغیانو یوه ویاند ناټو ته د قذافي پر ځواکونو له ښاره دباندې د بریدونو ویلي دي. د قذافي ځواکونه د ښار له مرکزه وتلي دي او له ښاره دباندې راټول شوي دي.
همداراز له رپورټونو سره سم، د ناټو جنګي الوتکو له زېنتان سیمې سره نېږدي د حکومت د وسلې پر ذخیرو حملې کړې دي. الجزیره ټیلي وېژن د سرچینو له خولې وايي یاغیانو له مصراتا سره نېږدې د زریک په نامه کلی تر خپل واک لاندې راوستی دی. په دې اړه نور تفصیلات مخې ته نه دي راغلي.