د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان بل داسې برید نشو زغملای.کیاني


د پاکستان د پوځونو مشر جنرل پرويز اشفاق کياني وايي چې د ايبټ اباد په شانه بله پيښه به ونه زغمي.
رسنيوو د پاکستاني پوځ د معلوماتو د ادارې ای اېس پي آر د يوې بيانيې په يادولو سره ويلي چې نوموړي دا خبره په پينډﺉ کې د پاکستاني پوځ د کورکمانډرانو سره په ملاقات کې کړي.
د آي اېس پي آر په بيان کې راغلي چې کياني زياته کړي که امريکا بيا پاکستان له خبرولو بغير کوم داسې عمليات وکړل نو دوی به ورسره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو او پوځي اړيکو په اړه د پر پاليسۍ له سره غور وکړي.

ياد ده دې وي چې درې ورځې وړاندې د امريکايي ځواکونو له خوا د اسلام اباد سره نيزدې په ايبټ اباد کې د اسامه د وژنې د عملياتو پر مهال پاکستان ته معلومات نه وو ورکړي. امريکايانو ويلي که پاکستان سره يې خبره شريکه کړی وای نو امکان وو چې د اسامه ته دا معلومات رسيدلی وای او عملیات ناکامه شوی وای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG