د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما له هغه امریکايي پوځيانو سره ویني چې اسامه یې ووژلو


د امريکې ولسمشر نن د هغه کمانډو پوځيانو سره ګوري چې د اسامه بن لادن د وژلو عمليات يې ترسره کړي.

د امريکايي چارواکو په وينا باراک اوباما به د هغه کسانو څخه مننه وکړي چې د القاعده مشر اسامه يې په ايبټ اباد کې په خپل کور کې وواژه.

پرون اوباما د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژنې په مناسبت په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ د مرکز د نړېدلې ودانۍ پر ځای د ګلانو ګېډۍ کېښوده. د دې مرکز دوه ودانۍ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې ونړېدې چې القاعده يې پړه پر غاړه واخيسته.

ولسمشر اوباما د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو په ګډون د خلکو لویې ډلې ته په وینا کې وویل په دې پيښه کې وژل شوي تر درې زرو زيات امريکايان به هېڅکله نه هېروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG