د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې اته شعیه مسلمانان ووژل شول




دکوټې هزاره ټاون په يوه هدیره کي د فاتحې پرمهال پر خلکو ډزې وشوې
چې پکې پنځه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي خو خودهزاره ډيموکرېټک ګوندمشرعبدالخالق هزاره وائي په ننۍ پېښه کي يې ديوې ښځي په شمول اته تنه وژل شوي او د ۲۰ په شاوخوا کې ټپیان دي.
. دپولیسو ډي آی جي اپرېشن وايي نن سهارپه دوو ګاډو کې وسلوالو په هدیره کې دهزاره قبیلې پر خلکو اله ډزې وکړې چې د خپل یو مړي ښخولو وروسته یې دعا کوله.

خودهزاره ډيموکرېټک ګوندمشرعبدالخالق هزاره وايي،”په دې برید کې یوه ښځه هم هغه وخت مړه شوه چې چې په همدې هدیره کي له خپل زوي سره يوه قبرته ناسته وه، او چي کله يې زوي په ډزو ووژل شو نو دا په هم اغه ځاي د زړه د دورې له امله مړه شوه. ٬٬

هزاره ډيموکرېټک ګوند دننۍ دې پېښي په ضدسبا دخالي ورځ په کوټه کي هړتال اعلان کړی. هزاره ګوندزیاتوي ددوي په خلکوپه ۱۹۹۹ کي په کوټه کي لومړی بریدوشو. او له هغه راهیسي همدالړۍ پیل شوې چي ترننه يې ددوي په ویناپه سلګونوکسان قرباني شوي. له دې سره دلښکرجهنګوي فرقه ييزي ډلي ویاندعلي شیرحیدري رسنیوته ددې پېښه پړه پر سر اخیستې چي په تیروخت کي يې هم ددغه قسم ډېری پېښوپړه پرغاړه اخیستې.
XS
SM
MD
LG