د لاسرسي ځای

په بلوچستان کې استادانو پر خپل ځای نور ګمارلي دي



خدای نورناصر مشال ریډیو کوټه

دبلوچستان د پښتنوپه ډېرو لرو پرتو کلیو کي په سکولونوکي ایوزي ښوونکي کار کوي. هغه ښوونکي چي دتعلیم د څانګي له خوالګېدلي وي. پرځاي يې نور ښوونکي په سکولونوکي ماشومانوته زده کړي ورکوي.اوهغه اصل ښوونکی چي دحکومت له خوالګېدلی وي. بل ځاي خپل کاروبار کوي

دکوټې د يوه کلي ښوونکی عبدالشکور وايي، عوضي هغه استاذان وي چې د اصل ښوونکی پر پرځای په کار ګمارل شوي وي.دده په وينا اصل ښوونکی په خپله له ۱۵ نیولې تر۲۵ زره پوري میاشتنۍ تنخوااخلي او عوضي استاد ته يواځي دونیم یادرې زره روپۍ ورکوي.

خو پ،ښتنه دا ده چې په دې د تعلیمي څانګې چارواکي خبر وي که یه؟ او که خبروي نواجازه ولي ورکوي؟ عبدالشکور وايي ،” ښوونکي هڅه کوي چي دتعلیمي څانګې چارواکي پرې خبر نشي او پټه لګیا وي او که ورباندې خبر شي نو بیا اصل ښوونکی دغه چارواکو ته هم د عوضي استاد هومره میاشتنۍ پیسې مقرري کړي ٬٬
د بلوچستان د یوې لري پرتې سیمې په یوه کلي کې یو همداسې ښونکی د خپل او د هغه کس چې دی یې پر ځای عوضي ښوونکی دی د نوم نه ښ،دولو په شرط مشال ریډیو ته وویل ،” تر ایم اې پورې زدکړې لرم،د بېروزګارۍ له وجې مجبورشوم چي عوضي استادي وکړم. دغه اصل ښوونکی چي زه يې پرځاي ډيوټي کوم پخپله په زرګونه روپۍ میاشتنۍ تنخوا اخلي خوماته دمیاشتي درې زره راکوي او زه دده پرځاي همدلته دې ماشومانوته زده کړي ورکوم٬٬
په همدې سکول کې بو بل عوضي ښوونکی محمدخان هم ورته خبره کوي چې د بېروزګارۍ له لاسه یې دې ته مخه کړېده.

دبلوچستان د ښوونکيو د اتحاديې مشرعبدالغفارکدېزي وايي پکار ده چې د بلوچستان د تعلیم څانګه د هغه کسانو پر ضد کلک ګامونه پورته کړي چې پر خپل ځای یې نور کسان پر دندو ګمارلي دي.

. دبلوچستان دتعلیم وزیرطاهرمحمودخان هم دا خبره مني چې په صوبه کې په ګڼو سیمو کې عوضي استادان زدکړې ورکوي.دی زیاتوي،” زه منم چي دلته عوضي ښوونکي شته او موږ ددې پرضدکارهم پیل کړی دی. تراوسه پوري موږ شاوخوا ۸۰ یا ۹۰ همداسي ښوونکي نیولي دي. او سزاکړي مو دي. او بیاهم هڅه کوو چي عوضي ښوونکي پرې نه ږدو. او په همدې لړکي ماد هر ښارکمشنرته ویلي دي چي دوي دي د سکولونو دورې کوي او ګوري دي چي په کوم سکول څوک غیرحاضر دي او څوک همداسي عوضي ښوونکي دي. هغه موږ ته معلومات راکوي او موږ يې په ضد کارکوو؛

دبلوچستان په اکثره پښتون مېشتوسیموکي عوضي ښوونکي داصل ښوونکيوپرځاي ماشومانوته زده کړي ورکوي،چې د ماشومانو پر تعلیم ډېر بد اثر غورزوي هغه ځکه چې عوضي استادان یا ښوونکي مسلکي روزنه نلري چې طالبعلمانو ته ښوونه ورکړي.
XS
SM
MD
LG