د لاسرسي ځای

د پاکستان بدمعاش پوځ یو دړې وړې ملک چلوي


د پاکستان د پوځ سرلښکر اشفاق پرویز کیاني د مې پر ۵ نېټه د کورکمانډارانو غونډه کوي

د پاکستان د پوځ سرلښکر اشفاق پرویز کیاني د مې پر ۵ نېټه د کورکمانډارانو غونډه کوي

سرچینه : فائنانشل ټایمز
لیکنه: آتش تاثیر
ژباړه: بوریوال کاکړ مشال ريډیو

د بریتانیا ورځپاڼې ً فائنانشل ټایمز ً د پاکستان د پنجاب صوبې د پخواني ګورنر سلمان تاثیر د زوی آتش تاثیر یوه مقاله خپره کړېده. په دې مقاله کې راغلي دي چې د پاکستان بدمعاش پوځ د یو برباد شوي ملک چارې پرمخ بیايي.

مقاله د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژنې ته په اشاره سره لیکي ، له کله چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه پیل شوې ده موږ په لومړي ځل د خپل دښمن د څهرې دویم اړخ ولیدی . او دا د یوه ږیرور جهادي نه بلکه د پاکستاني پوځ د یوه افسر په بڼه کې .

مقاله لیکي اسامه بن لادن داسې ونه میندل شو چې یوازې په ایبټ اباد کې اوسېدی بلکه هغه په دې سیمه کې د پاکستاني پوځ مېلمه وو او اوس د دې پوځ په اړه تورونه څو اړخیز دي. او هم دا ډول د پاکستان ګاونډي هیوادونه لکه افغانستان او هند دا فکر کوي چې په جنوبي اسیا کې د جهاد سر چینه د پاکستان پوځ دی.

مقاله زیاتوي پر دې تورونو سربېره په ایتمي وسله سمبال دا لوی پوځ نه یوازې په جنوبي اسیا کې د امن د دښمن بلکه د لویدیځ پر ضد د ترهګرۍ د مالي مرستیال او ژغورونکي په توګه څرګند شو.

مقاله لیکي په پاکستان کې ترهګري د ستونزې یوازې یو اړخ دی ، بل پلو هلته د ویرې او لاقانونیت ، انسان تښتونې ، درغلیو ، جنسي تېریو او وژنو کچه تر اندازې تېره شوې ده .

د مقالې لیکونکی آتش تاثیر لیکي،چې د روان کال په لومړیو کې زما پلار سلمان تاثیر د خپل ساتونکي له خوا ووژل شو او بیا د هغه قاتل په ملاتړ کې په زرګونه خلکو لاریونونه وکړل چې مشري یې لښکرطیبه کوله .

آتش تاثیر لیکي ، لښکرې طیبه هغه ډله ده چې د پاکستان پوځ جوړه کړېده او اوس دې ته زړه نه ښه کوي چې له مینځه یې یوسي، هغه ځکه چې دا ډله له هند څخه یوه خاسه کرکه لري او د هم دې ډلې مشر حافظ سعید په روانه اونۍ کې د اسامه لپاره دعاګانې وکړې .

آتش تاثیر زیاتوي یو لړزېدلی ملک ، چې په ذهني پرېشانۍ اخته او په وینو لړلۍ دی او یو بدمعاش پوځ لري اوس ورو ورو د ترهګرو لاس ته لوېږي .

تاثیر د مقالې په پای کې لیکي کله چې زما پلار ووژل شو نو ما داسې احساس کړه چې د ترهګرۍ دا نوی کفیت چې په ټولنه کې دومره ژورې کچې ته تللی دی د دې امکان ډېر کم دی چې یو څوک په دې پوه شي چې پاکستان له کومه ځایه پیلیږي او ترهګري پر کوم ځای پای ته رسیږي .
XS
SM
MD
LG