د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپښتو ستونزه پښتانه هوارولی شي.امن کنفرانس



بازمحمد عابد پيښور

پښتونړیوال امن دوه ورځینې کنفرانس چې د اپریل په ۲۹ نیټه پیل شوی و پای ته رسیدلی دی.دې کنفرانس کې د دوه ورځو په مسلسلو ناستو کې پښتنو ته په ورپيښو ستونزو بیلا بیلو لیکوالو سیاسي، اقتصادي، ټولنزې، کلتوری او تعلیمي برخو کې مقالې واورولې.

په وروستۍ ناسته کې د کنفرانس تنظیموونکو د مقالو له محتویاتو څخه یو شمیر قراردونه وړاندې کړل چې اکثره یې د کنفرانس ګډونوالو تایید کړل. چې څو یې دلته رانقلوو.

د پښتو دا نړیواله جرګه د پاکستان او افغانستان له حکومتونو څخه غوښتنه کوي چې په دې سیمه دې کې د میشتو پښتنو نه یو داسې کمیشن جوړ کړي چې د ترهکرۍ عوامل مالوم کړي او د هغې د مخنیوي له پاره عملي ګامونه واخلي.

دا نړیواله جرګه د پاکستان او افغانستان له حکومتونو نه غوښتنه کوي چې په دواړو ملکونو کې دې د پښتنو بچو له تعلیمي وظایف زیات کړي.


دا نړیواله جرګه د پاکستان په حکومت غږ کوي چې په منځنۍ پښتونخوا یعنې فاټا کې دې. سیاسي اصلاحات د هغه ځای اوسیدونکو د غوښتنو سره سم نافذ کړی شي. دایف سی ار قانون دی ختم کړی شي او د پاکستان په نورو سیمو کې چې کوم قانون رایج دی د هغه له حقوقو دې برخمن کړی شي.

کراچې کې اکثریت د پښتنو دی. په کار ده چې د کراچۍ په هغو سیمو کې چې پښتانه په کې تر نورو قومونو ډیر دي، هلته دې د پښتنو بچو ته په مورنۍ ژبه تعلیمي اسانتیا برابرې شي. او هم دې د ولي خان یونیورسټۍ یو کیمپس پرانیستل شي.))

سنیټر افراسیاب خټک د مشال ریډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د وړاندې کړی شوو قراردادونو د عملي کولو په لار کې له څومره ثابت قدم وي، وویل:
(( کوم قراردادونه چی د سولې او ورورولۍ له پاره وړاندې شول، موږ به په سینټ کې او هم په هغو ټولو ځایونو کې چې ضرورت یې پيدا شو دا خبرې به سر ته راولو. او له هغو ټولو قراردادونو سره مطفق یو چې د سولې او ورورولۍ په خاطر وړاندې شول.))

سیاسي کار پوه او عوامي نشنل ګوند سینر غړی هاشم بابر هم له ګڼو قراردادونو سره خپله همغږي وښوده.
(( یو خو د پښتنو د ملي وحدت ضرورت دی. پښتانه په کرښو کې بیل شوي دي. د قبایلي سیمو قانون د انساني حقوقو خلاف دی. په کار دی چې په قبایلي سیمو کې اصلاحات وشي، هغوی ته سیاسي ازادي ورکړی شي. یو ملک دې د بل ملک په ضد کار نه کوي، په افغانستان کې دې بیروني لاسوهنه بنده شي، نو تمه ده چې امن به راشي.))
د خیبر پښتوخوا وزیراعلی میرحیدرخان هوتي


د امن کنفرانس ویاند شهاب خټک په خپله اختتامي وینا کې په پښتون دښمنه قوتونو غږ وکړ چې پښتنو په دې کنفرانس کې دا وښوده چې دوی نوره خپله نسل کشي نه شي زغملی:
(( پښتانه دا عزم لرم چې دا راټولیدی شي، دا یو ځای کیدی شي او زه هغو قوتونو ته دا ویل غواړم کوم چې د پښتنو خلاف په سازشونو کې ملوث دي، چې د دې کنفرانس نه دی عبرت واخلي چې پښتانه خو نه چا غلام کړي دي او نه به د چا غلامان شي. او هر هغه قوت مکه هغه د شرق نه راغلی دی او که د غرب نه راغلی دی هغه دې دا واوري چې د پښتون یو ځان ته قوم دی، د ده خپل حیثیت دی، د ده خپل یو نسل دی او د ده خپل یو تاریخ دی. او دا هیڅکله د ورکیدو واله قوم نه دی.))

د کنفرانس په وروستي پير کې پښتنو سندرغاړو د شپې تر ناوخته د موسیقۍ په پردو کې د پښتون د بیدارۍ نارې پورته کړې او د کنفرانس ګډونوالو په تودو ولولو بدرګه کړې.
XS
SM
MD
LG