د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه د لټون او وژنې کیسه


په اېبټ آباد کې د اسامه بن لادن د کور خاکه
په اېبټ آباد کې د اسامه بن لادن د کور خاکه

سرچینه: نیویارک ټایمز

ژباړه:مجید بابر

له تېرو څو کلونو راهیسې د اسامه بن لادن په اړه هیڅ مالومات نه ترلاسه کېدل.خو تېر کال د جولايي میاشت کې د امریکا داستخباراتې ادارې سي آی اې لپاره پاکستاني کارکونکو د پېښور په کوڅو کې یو سپین سوزکی موټر ولیدو.دوی ورپسې شو او دهغه سوزوکي موټر نمبر یې له ځان سره ولیکلو.

ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي چې په دغه موتر کې سپور سړی د اسامه بن لادن تر ټولو باوري کس وو،او بیا له ډېرو مودو پورې د نظر ساتلو نه پس سي ای اې په دې بریالۍ شوه چې د اېبټ اباد بلال ټاون دسیمې یو وړوکي کلي بړا چوها هغه کلا نما کور ته ورسېده چې اسامه بن لادن پکې پټ وو.


او بیا اته میاشتې پس ۷۹ امريکايي کمانډو په څلورو هیلي کابټرو کې د افغانستان د جلال اباد ښار د یوه هوايي ډګر نه سواره شو،شپه تیاره وه،سپوږمۍ نه وه ،دوی د هغه کور پر بام کوز شو ،ډزې شوې ،پنځه کسان پکې مړه شو،او په دغه پنځو کې یو کس دنګ او ږیرور وو،پر سر لګېدلی ووومخ یې په وینو سور وو .


ددغه کمانډو ډلې یوه کس ژر دهغه ږیرور تصویر واېستو او په زغرده یې هغه کسانو ته واستولو چې دغه دنګ لوړ کس یې پېژندلو .هغوی پخلی وکړو، چې همدا بن لادن دی.او همدې سره د تاریخ یو له تر ټولو مهم کس د لټون پروژه پای ته ورسېده.او د امريکا تر ټولو غټ دښمن خپل انجام ته ورسېدو.دغه کمانډو د بن لادن مړی په هیلي کاپټر کې واچولو او له ځان سره یې یووړو چې په عرب سمندر کې یې ښخ کړي.

ورځپاڼه نیویارک ټایمز وړاندې لیکي چې د بن لادن مرګ سره د هغه ملت له زړه نه ویره ووته چې په ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر یولسمه یې ۳۰۰۰ عام وګړي وروژلي وو.


له تېرو څو اونیو راهیسې د سپينې ماڼۍ ،پينټاګون او د امنیتي چارواکو په لسګونه غونډې وشوې چې د بن لادن پر ضد کوم ډول عملیات وکړي.

د امریکا استخباراتې ادارې لګیا وې په خلیج فارس کې د هغه عرب کورونو د غړو برېښنا لیکونه او ټيليفونه یې ریکارډول چې د بن لادن کورنۍ سره یې څه نا څه رېښې لرلې.

او د سټلایټ په مرسته یې د هغه کور تصویرونه اېستل چې اسامه بن لادن پکې پټ وو.حکومتي چارواکو د اسامه پر وړاندې د عملیاتو پر کړنلاره له یو بل سره اتفاق نه درلود،ځینو به ویل چې لومړۍ ددغه کور څارنه تر هغې وشي چې د اسامه بن لادن د موجودګي پخلی نه وي شوي،ځینو به به ویل چې پر دغه کور دې بمباري وشي.


خو ولسمشر بارک اوباما د بمبارۍ له خبرې سره متفق نه وو.او دریځ يې لرلو چې دوی ته به څنګه پته لګي چې په دغه برید بن لادن ووژل شوی دی.او بیا اوباما پرېکړه وکړه چې دغه کور به ته د امريکا ځانګړي ځواکونه چې نیوي سیلز نومېږي ولېږي.پلان برابر شو ،چې دوه هیلي کاپټرې به مخکې وي او دوه نورې به د دوی د مرستې لپاره په دوی پسې وي.

ورځپاڼه نیویارک ټایمز زیاتوي، په امریکا کې د اتوار ماسپښین وو چې دغه هیلي کاپټرې د پاکستان پولې ته واوړېدې ،ولسمشر اوباما او د هغه اعتباري مرستیالان او د سپينې ماڼۍ د حالات څارنې کوټې کې راغونډ شو چې د اسامه پر ضد پوځي نېغ په نېغ وڅاري.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سپينې ماڼۍ د حالات څارنې په کوټه د اسامه بن لادن پر ضد له خپلو مرستیالانو سره یو ځای عملیات څاري

ورځپاڼه د سپينې ماڼۍ د یوه چارواکي له خولې لیکي دغه مهال په کوټه کې چوپه چوپتیا وه،اوباما هم څه نه ویل.مرستیال ولسمشر جوبایډن تسبیح اړولې.او دسپینې ماڼۍ د امنیتي چارو مشر جون برېنن وايي،چې یوه یوه شېبه د ورځې هومره اوږده تېرېده.

ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي د اسامه بن لادن کوډ نوم جیرونیمو وو .ولسمشر او دهغه مرستیالانو د استخباراتې ادارې مشر لیون پانیټا پر ټیلیویژني پرده کتو چې ډېر لرې په پاکستان کې څه کېده د هغې حال یې ویلو.

ناڅاپه د لیون پانیټا غږ شو چې،کمانډو خپل هدف ته ورسېدو.
بیا خاموشي شوه ،یو څو شېبې تېرې شوې .” موږ اوس جېرونیمو(بن لادن) لیدی شو.٬ٌ٬ پانیټا وویل.

بیا چوپه چوپتیا شوه .یو څو شیبې تېرې شوې د پانیټا غږ راغلو چې ،” جېرو نیمو یانې بن لادن ووژل شو٬٬

د حالات څارنې په کوټه کې چوپتیا خوره شوه،خو ناڅاپه د اوباما غږ د چوپتیا ماحول مات کړو.
او ویې ویل،” موږ وموندو٬٬
XS
SM
MD
LG