د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسامه د افغانو قاتل وو او خپل انجام ته ورسېد.کرزی



دنړۍ د نورو برخو په څیر په کابل کې هم په حکومتي او ولسي کچه د القاعده د لومړي مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو په اړه غبرګونونه مخې ته راغلي دي :
افغان ولس مشر حامد کرزي په خپل غبرګون کې وویل،” چې اسامه بن لادن
هغه خپل انجام ته ورسید ، اسامه بن لادن هغه کس و چې لاس یې د زرګونو افغان ماشومانو ، ځوانانو ، سپین ږیرو ، او سپین سرو په وینو سره وو ، اسامه بن لادن نه یوازې د افغانستان د خلکو بلکه د نړیوالو هم قاتل و .٬٬

افغان ولس مشر حامد کرزي چې د یکشنبې په سهار يې په کابل کې قومي مشرانو ته وینا کوله زیاته یې کړه وسله وال طالبان باید داسامه بن لادن له مرګه عبرت واخلي او د وسله والو فعالیتونو نه لاس واخلي.

نوموړي وویل دپاکستان په ایبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن وژل کیدو د افغانستان هغه دریځ روښانه کړ چې ویل به یې اسامه دافغانستان په چوکاټ کې دننه نشته ،” په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژل کیدو ثابته کړه چې دترهګرۍ جنګ د افغانستان په کلو بانډو او کورونو کې نه دی ، نو په دې ترتیب افغانستان په حقه ثابت شو چې ویل به یې افغانستان هم د ترهګرۍ خلاف قرباني ورکوي او هم د ترهګرۍ ښکار دی .

نوموړي وویل افغانستان د ترهګرۍ پرضد په جنګ کې د نړیوالو سره څنګ په څنګ کې ولاړ دی ،”چیرته چې ترهګري روانه وي پرضد یې مونږ دنړیوالو سره همکاري کوو ، دحق په لاره کې ملګري یو او په دې لاره کې مو قربانۍ هم ورکړي دي٬٬

افغان ولس مشر زیاته کړه خدای دې وکړي چې د القاعده د مشر په وژل کیدو به په سیمه کې ترهګري پای ته ورسیږي او په افغانستان کې دننه جنګیدونکې ډلې باید له دې نه عبرت واخلي او د جنګونو نه لاس واخلي .

نوموړي زیاته کړه ،” هیله لرم چې اسلامي نړۍ او په ځانګړې ډول افغانستان او پاکستان به اوس د ترهګرۍ له شره وژغورل شي.په عزت او سوله کې ژوند وکړي، هیله لرم چې امریکا ، غربي ټولنه ، او نړۍ دافغانانو د قربانۍ په درک کولو سره دافغانانو د دریځ هرکلی وکړي٬٬


حامد کرزي چې د لویې جرګې په خیمه کې یې دولسوالیو د شوراګانو مشرانو ته وینا کوله دایې هم وویل چې د اسامه بن لادن ملګري باید په دې پوه شي چې دوی کوم فعالیتونه چې د اسلام په نامه کوي هغه داسلام پرضد دي او له خپلو د غو ناوړو کارونو نه باید لاس واخلي.

نوموړي وویل دافغانستان د میرمنو ، ماشومانو او سپین ږیرو چې ټول مسلمانان دي د وژلو حق هیڅوک نه لري . هغه په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې که تراوسه یې تنکي او کم عمره ځوانان دخلکو په منځ کې د ځان الوزولو لپاره لیږل ، نو اوس دې له دې کاره لاس واخلي . او د سولې لپاره دې کار وکړي.

داسې انګیرل کیده چې اسامه بن لادن له تیرو پنځلسو کلونو راهیسې دافغانستان او پاکستان په یو شمیر سیمو کې پټ ژوند تیرولو خو اخر هم د پاکستان په ایبټ اباد کې په عملیاتو کې ووژل شو ، خو دهغه د وژل کیدو خبر د پاکستان نه زیات په افغانستان کې خلک خوشاله کړي دي ،” دغه میرمن وايي اوس به دافغانستان وضع ښه شي ځکه چې هغه د اورپکو ډلو استاذ و ، اورپکو ته ټول لګښتونه هغه ورکول ، دا زمونږ ټولو لپاره د خوشالۍ ځای دی. دهغه په وژل کیدو جایزې ټاکل شوې وې ، دا خو ښه شوه چې هغه ویړیا ووژل شو ٬٬


په افغانستان کې داسامه بن لادن په مرګ د خلکو د خوشالۍ لامل د ځینو په اند دادی چې د القاعده او طالبانو له خوا دافغانستان خلک وژل شوي او زورول شوي دي.


اسامه بن لادن دپاکستان په ایبټ اباد ښار کې ووژل شو خو دهغه وژل کیدو په افغانستان کې هم ولسي خلک او حکومتي چارواکي خوشاله کړي دي ، افغان ولس مشر حامد کرزي نن ویل طالبان باید داسامه له مرګ نه عبرت واخلي ، عام افغانان وايي داسامه په مرګ جایزې ټاکل شوې وې ، داخو ښه شوه چې هغه ویړیا ووژل شو
XS
SM
MD
LG