د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو کوټه شورا يوځل بیـــــــــــــــا په رسنیوکي




دبلوچستان اسمبلۍ دترغونډي وروسته دګل په ماځیګروزیراعلی بلوچستان له خبریالانوپه خبروکي وویل هیڅ يوه بهرني عسکرته به ددوي پرمځکه دچاپه ضددعملیاتواجازه ورنه کړي.

دخبریالانو ددې پوښتني په ځواب کي چي د اسامه بن لادن په پاکستان کي تر وژل کېدو وروسته که دامریکې له خوادطالبانو دکوټي شورا په ضدعملیات وشي،یاپه بلوچستان کي څه بریدوشي.

دبلوچستان دحکومت غبرګون به څه وي. ددې صوبې وزیراعلی نواب اسلم رئیساني يې په ځواب کي وویل ؛موږ به يوه غیرملکي عسکرته هم په خپله مځکه دبریدکولو اجازه ور نه کړو؛ خو ددې خبري وضاحت يې ونه کړ چي آيادلته کوټه شورا شتون لري که يا؟

نواب اسلم رئیساني داخبره په داسي حال کي کړې چي نړۍ په خاص توګه امریکه په بیابیاویلي په کوټه کي دطالبانوکوټه شورا موجوده ده. اوله همدې ځايه په افغانستان کي په نړیوالوځواکونوبریدونه ترتیب کړل کېږي.

دپاکستان له خوايې اکثره تردید شوی.دنواب اسلم رئیساني داسي ځواب چي دکوټي شورا په ضدبه هیڅ يوه چاته دعملیاتو اجازه ورنه کړي. آیاددې پخلی نه دی، چي کوټه شورااوس هم شتون لري.او دالومړی ځل دی چي يوحکومتي چارواکی ددې تائیدکوي چي دلته کوټه شوراموجوده ده. دامي دبلوچستان له سینیرخبریال شهزاده ذوالفقار څخه وپوښتل ؛ نه داسي خبره نه ده چي نواب اسلم رئیساني يې پخلی وکړ. داخبره سمه ده چي دبایدلومړی دا ویلی وای چي کوټه شورا شته که یا؟ او بیايې داسي خبره کړې وای. خودوزیراعلی بلوچستان نواب اسلم رئیساني طبیعت همداسي دی، چي دی د ډېرو خبروځواب يواځي په يوه جمله کي خبریالانوته ورکړي او هغه بیاکله کله داسي مبهم ځواب شي؛

دشهزاده ذوالفقار په ویناد وزیراعلی بلوچستان مطلب دا نه و، چي ګواکي کوټه شورا دلته شتون لري. خوپه دې برسېره پوښتنه داپيداکېږي چي پاکستاني حکومت خوپه بیابیاداسامه په پاکستان کي له شته والي څخه هم انکار کړی و.آیاداسي کېدای شي چي دلته طالبان شتون ولري.

په دې اړه شهزاده ذوالفقاروویل ؛ دايوحقیقت دی چي داسامه بن لادن په پاکستان کي وژل ډېري پوښتني پيداکړې دي. خوکه دلته موږ وګورو په بلوچستان کي ډېرداسي ځايونه شته چي په کې وېره څرګندېږي چي طالبان په کې پټنځايونه لري. دلته دافغان کډوالوکمپونه هم ددوي مهم پټنځايونه دي؛

د ویلووړده چي په پاکستان کي داسامه بن لادن تر وژلو وروسته په يوشمېر رسنیوکي دکوټي شورا خبري يووار بیاشروع شوې، چي له څوکلونوراهیسي يې په نړیوالو رسنیوکي ذکرکېده.
XS
SM
MD
LG