د لاسرسي ځای

اسامه بن لادن څنګه ووژل شو.


ولسمشر اوباما له خپلو سلاکارانو او لوړپوړ چارواکو سره د اسامه بن لادن پروړاندې روان عملیات نېغ په نېغه ګوري

ولسمشر اوباما له خپلو سلاکارانو او لوړپوړ چارواکو سره د اسامه بن لادن پروړاندې روان عملیات نېغ په نېغه ګوري

سرچینه وال سټريټ جنرال

ژباړه:ګل ایاز




د امریکا ورځپاڼې وال سټريت جنرال خپله مقاله د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن پر وژلو لیکلې ده.ورځپاڼه لیکي چې امریکايي عسکرو ته ۶۰ فیصده یقین نه وو چې اسامه به په اېبټ آباد کې وي که نه؟او کاږي چې اسامه بن لادن له خطرو ډکه لاره خپله کړې وه ځکه چې کېدای شوای چې امريکايي عسکر هلته نېغ په نېغه له جګړې سره مخامخ شوي واي.

په دغه لیکنه کې راغلي چې امريکايي هیلي کوپټرو په ۴۰ منټو کې دننه د اسامه پر پټنځای برید وکړ،چې د دوی یو هیلي کوپټر هم پکې تباه شو.اسامه بن لادن د ۱۴ فوټو د دنګو دیوالونو د یوه کور په دویم پوړ کې وو.ورځپاڼه د امريکايي چارواکو له خولې لیکي چې اسامه د وژل کېدو نه وړاندې مزاحمت هم کړی وو.

ورځپاڼه وال سټريت جنرال لیکي چې آخرکار د یوې لسیزې مایوسۍ وروسته امريکا په دې بریالۍ شوه چې د ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن
یې ووژلو.او دا یې یوه خطرناکه فیصله وه چې د پاکستان دننه عملیات وکړي.

په مقاله کې راغلې چې سي آی اې د اسامه بن لادن د ځای ځایګي مالومولو لپاره د استخباراتي مالوماتو د راټولو او د عملیاتو د ترسره کولو لپاره په لسګونه میلیون ډالر اېښي وو. او په اېبټ آباد ددغه کور شاخوا یې ګټور مالومات ترلاسه کړي وو.

په دغه لیکنه کې راغلي چې اسامه شپږ ځلي د امریکايي عسکرو په بریدونو کې روغ رمټ وتی دی. ورځپاڼه وال سټريت جنرال لیکي چې امریکا د تېرکال په اګست میاست دا مالومه کړې وه چې اسامه بن لادن په ایبټ آباد کې په یو کور کې پټ دی.او له دې وروسته یې ددغه ځای په اړه مالومات راغونډول پيل کړل.

ورځپاڼه وال سټريت جنرال لیکي ،ولسمشر اوبامه ته په سپټمبر میاشت د اسامه بن لادن د پټنځای په اړه ویل شوي وو.

نومبر میاشت کې د سي آي اې مشر لیون پانیټا ددغه ځای په اړه د راغونډ شويو مالوماتو نه ۳۸ ګټور بللي وو او بیا د امریکا کانګرس نه په ډسمبر میاشت د څه باندې لس میلیون ډالرو منظوري واخیسته چې دا عملیات باوري کړي.

په فبروري میاشت هغه د عملیاتو لپاره غونډې پيل کړې،او د مارچ پر ۱۴ مه نېټه ولسمشر اوباما خپلو سلاکارانو ته وویل چې اوس تګ پکار دی.

د اپریل پر ۱۹ نېټه پانیټا په اېبټ آباد کې د اسامه بن لادن د موجودګي خبر تصدیق کړ.او هم په دغه ورځ ولسمشر د عملیاتو کولو منظوري ورکړه.

ورځپاڼه وال سټريت جنرال لیکي چې د خراب موسم له وجې عملیاتو ۲۴ ګنټې وځنډېدل.
د اتوار په ورځ د مې پر لومړۍ نېټه د سي آي اې مشر پانیټا د سي اي اې مرکز کې او ولسمشر اوباما له خپلو سلاکارانو او لوړپوړ چارواکو سره د اسامه بن لادن پروړاندې روان عملیات نېغ په نېغه وکتلو.

ورځپاڼه وال سټريت جنرال د یوه امريکايي چارواکي له خولې لیکي چې یو منټ د یوې ورځې هومره اوږد وو.د لومړۍ جګړې وروسته امریکايي عسکرو د اسامه بن لادن د وژلو پخلی وکړو.

ورځپاڼه لیکي چې امريکايي عسکرو د خپلو عملیاتو په ترڅ کې له دې ځایه ګټور مالومات هم ترلاسه کړل او له هغه ځای نه یې ټول ثبوتونه هم ختم کړل.

ورځپاڼه وال سټريت جنرال لیکي چې د ماښام په اوو بجو ولسمشر اوباما ته وویل شو چې د اسامه ډي اېن اې ورته ملاو شوې او د هغه د وژلو تصدیق یې وکړو.او د ورځپاڼې په لیکنه هغه د اسلامي دودونو سره سم ۲۱ ګنټې وروسته سمندر ګي ته وسپارل شو.
XS
SM
MD
LG