د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صدر زرداري پارلمان ته څلرمه وینا


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري
سرچینه: نیویارک ټایمز
ژباړه : فرخنده وزیر



امریکایي ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د پارلیمان ګډې غونډې ته د وینا پروخت د خپل هیواد د مهمو مسلو په اړه خبري وکړي، او زیاته یی کړه چې حکومت یی د ترهګرۍ تر څنګ د یو شمیر چیلنجونو مقابله کوي.

امریکایی ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې کارولټا ګال او سلمان مسود د پاکستان د ولسمشر آصف علې زردارې د پارلیمان ګدې غوندې ته د وینا په اړه لیکې، زردارې د دوو حکومتې مشرانو سلمان تاثیر او شهباز بټي وژنه په سختو ټکو وغندله ، او زیاته یی کړه دوی به د توندلارو ډلو او ترهګرو پر ضد تر اخره پورې جنګیږي.

په دغه وینا کې سیاسې ګوندونو لکه مسلم لیګ ن ګډون ونه کړو او د پارلیمان نه یی واک اؤټ وکړلو. د ن لیګ سره سره د یو شمیر مخالف سیاسي ډلو د ولسمشر دا وینا نه اوریدل دا څرګندوي ، چې د مخالف سیاسې ګوندونو او د حکومت ترمینځ په ملکي مسلو څومره اختلافات دي.

صدر زرداري په خپله وینا کې په ملکي مسلو خبري وکړي او ددې تر څنګ یی د امریکې په فلوریډا کې د قرآن د سوزولو پیښه هم په سختو ټکو وغندله.

د اصف زرداري د واکمن پیپلز ګوند د حکومت په پنځو کالو کې د درې کاله پورې کیدو وروستو دا څلورم ځل وو ، چې ولسمشر زرداري د پارلیمان ګډی غونډي ته وینا وکړله.

او په دغه وینا کې هغه ددي ذکر هم وکړو ، چې خپل پوره کوښښ کوي، جمهوریت مضبوط کړي چې دا شان د پوځي آمرانو د بیا په واک کې د راتلو لاره ونیسي.

هغه په خپلو خبرو کې د خپل حکومت مهمي کامیابۍ هم په نښه کړي، چی پکې د اتلسم آییني بدلون، د صدر اختیارات کمول، صوبو ته خودمختاري ورکول او داشان یو شمیر نورو خبرو ذکر وکړو

صدر زرداري په خپلو خبرو کې په قباییلي علاقو کې سیاسي بدلونونو خبرې هم وکړي، د کومو په اړه چې د پاکستان پوځ ناخوښی هم ښودلې ده. ددي سره سره هغه په اقتصادي مسلو او د توانایی په بحران هم خبري وکړي.

د امریکې سره که څه هم د پاکستان په تیر نزدي وخت کې په ځینو مسلو اختلافات رامنځ ته شوي دي، خو زرداري په خپله وینا کې وویل، هڅي به کوي د ګاونډي هیواد افغانستان او د امریکه سره ښه تعلقات وساتي، او د ترهګرۍ پر ضد جنګ به جاري ساتي، تر څو چې یی په هیواد کې امن نه وي راغلې. او زیاته يی کړه دوي د نړۍ سره کاروبار غواړي نه چې د نړۍ نه امداد.

ورځپاڼه لیکي صدر په خپله وینه کې د ناموس رسالت د قانون په اړه هیڅ خبري ونه کړي، خو ددي لوظ څرګندونه یی په ښکاره ټکو کې وکړه، چې د اقلیتي ډلو د حقوقو د خوندي ساتلو لپاره به کار کوي.
په خپلو خبرو کې زرداري دا هم وویل، چې د هغه قوتونو د ښکاره کولو لپاره به هم کار کوي ، چې د هغه د ښځي او ملک د پخوانۍ وزیراعظمي بی نظیر بټو په وژنه کې ککړ دي.
او ددي بدل به هغوي په جمهوریت اخلي ، ځکه چې د هغه د ګوند په نظر کې جمهوریت تر ټولو ښه بدله ده.
XS
SM
MD
LG