د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سږکال جولايي کې به امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.ولسمشر کرزی


د هېواد د ملي ګټو پربنسټ د امریکا د متحده ایالاتوسره زموږ د ګډې همکاری او دوستۍ ادامه زمونږ د خارجي او داخلي سیاست له اساسي ستنو ګڼل کیږي.
د هېواد د ملي ګټو پربنسټ د امریکا د متحده ایالاتوسره زموږ د ګډې همکاری او دوستۍ ادامه زمونږ د خارجي او داخلي سیاست له اساسي ستنو ګڼل کیږي.

نقیب الله متونوال مشال رېډیو خوست

تېره ورځ د مارچ ۲۲مه د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د پوځي اکاډمۍ د دریمې دورې د ا فسرانو د فراغت په غونډه کې اعلان وکړ، چې د روان کال جولای میاشت کې به له بهرنیو ځواکونو د امنیتي چارو مسؤولیت عملا افغان ځواکونو ته وسپارل شي او دالړی به تر۲۰۱۴ کال پورې بشپړه شي.

ولسمشرکرزي د هغوسیمو نومونه په ګوته کړل چې د واک د لېږد پروسه به ورڅخه پیل شي، د ناټو سازمان او په کابل کې د امریکا سفارت د اعلامیو په خپرولو د ولسمشرکرزي د دې اعلان هرکلی وکړ.

دغه راز ولسمشرکرزي داهم وویل چې د افغانستان ملي ګټوته په پام به له امریکا سره ستراتیژیکو اړیکو اوهمکاریو ته دوام ورکړي او په دې اړه خبرې روانې دي.

کرزي زیاته کړه چې دستراتیژیکو اړیکواو هدفونو دورنما لپاره به لویه جرګه راوغواړي: ((د هېواد د ملي ګټو پربنسټ د امریکا د متحده ایالاتوسره زموږ د ګډې همکاری او دوستۍ ادامه زمونږ د خارجي او داخلي سیاست له اساسي ستنو ګڼل کیږي. د دواړو هېوادونو د ستراتیژيکو همکاریو لپاره خبرې همدا اوس جریان لري د دې ستراتیژیکو همکاریو دورنما او اهدافو لپاره به ډېر ژر د هېواد عنعنوي لویه جرګه راوغوښتل شي او حکومت به بیا دلویې جرګې د لارښوونو او قانوني مراحلو د بشپړ رعایت سره سم په دې برخه کې دهېواد د ملي ګټو پربنا اقدام وکړي))

خود یادو شووهغو سیمو نومونه چې واک به یې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي، واک سپارل څه معنی ولري؟

د سیاسي او پوځي چارو کارپوه او د ولسي جرګې د تېرې دورې غړی نورالحق علومي وایې چې داد نړیوالې ټولنې لخوا یوسمبولیک کار دی.
ځكه امریکایې جنرالان روان کال یوخونړی کال په مخ کې بولي او ورسره خپل پوځي حضوراو موجودیت هم اړين بولي!
دپوځي چارو یوتن بل کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت هم د جنرال علومي سره ورته نظرلري او وایې چې امریکا او نړیوال ځواکونه ،نه غواړي كافي افغان پوځيان وروزي او دوى نه غواړي له افغانستان څخه ووځي.
نوپه افغانستان کې د نړیوالوځواکونو یا په ځانګړي ډول د امریکا پوځي اډو دایمي پاتې کیدل څه ګټې او زیانونه لري؟

د ډاکټرنجیب الله د وخت د دفاع وزیرجنرال شهنواز تڼی یې په ځواب کې وایي، ((په افغانستان كې د نړيوال ايتلاف اډې جوړيدل، مختلف اړخونه لري، خو زيان يې زيات دى، لومړى دا چې د افغانستان خلك د بهرونيو ځواكونو له دايمي اډو او موجوديت سره ذهني تيارى نه لري او بل دا چې د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو د خوښې خلاف هم دي، ځكه دوى اندېښنه لري، چې د بهرنيو ځواكونو دايمي حضور د دوى په زيان دى، نو بهرني ځواكونه لومړى بايد افغان پوځ او پوليس تقويه كړي او وروسته تدريجي وتل پيل كړي.))

خو د افغانستان دولسي جرګې لومړی مرستیال او سیاسي شنونکی بیا دامریکا اونړیوالې ټولنې حضورد افغانستان لپاره په ګټه بولي او وایې چې اوس مهال افغانستان د شلمې پېړی هغه هېواد نه دی چې بې طرفه پاتې شي.نوموړى زياتوي(( په هغه صورت کې که مونږ واقعا د ګاونډیو له مداخلو څخه او د ځینې ليرې ګاونډیو له مداخلې څخه خلاصېږو او واقعا دې موجوده حالت ته دپای ټکی اېښودل کیږي او که دمصیبتونو په مقابل کې تریوه وخت اجازه ورکړو او مونږ په خپلو پښو ودرېږو دا به زمونږ په ګټه وي.))


دیادونې ده چې دامهال په افغانستان کې ۱۴۰ زره بهرني ځواکونه دي چې نیږدې سل زره یې امریکایان او پاتې نور دنورو هېوادونو سرتیري دي او همدار نګه دافغان ملي پوځ شمېره له ۱۵۰ زرو اودپولیسوشمېره له ۱۲۰ زرو زیاته شوي خوتراوسه جنګي هوایې ځواک نه لري
XS
SM
MD
LG