د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د خوړو بییې جګې ختلې دي


په نړۍ کې د غنمو بیې هم لوړې ختلې دي
په نړۍ کې د غنمو بیې هم لوړې ختلې دي

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې ویلي، په پاکستان کې د خوراکې شیانو بیې ختلي دي. چې په دې سره د جنګ او سیلاب ځپلو سیمو د اوسېدونکو لپاره په ارزانه نرخونو د خوراکي توکیو اخیستل ګران شوي دي.


د پاکستان لپاره د خوراک د نړیوالې ادارې مشر والف ګنګ هربینګر په جینوا کې ویلی، د پاکستان حکومت غنم اخلی او بیا دا شان د غنمو بیې په مارکیټ کې کنټرولوي ، چې د ۲۰۰۹ کال راهیسې د غنمو او نورو خوراکي شیانو بیې ډېر جګې ختلي دي.او د یوه عام کس چې لږه آمدني لري ، د خپلې کورنۍ ټول خوراکي ضرورتونه نه شي پوره کولای.

یوه اونۍ وړاندې هم داسې رپوټونه وو چې په نړۍ کې تر هغې وروسته د غنمو بیه لوړه شوې ، چې روسیې وویل اټکل کوي سږکال به پیداوار کم وي. د دې له کبله په نړیوال کچه د غنمو د لېږد را لېږد په اړه اندېښنې پیدا شوې دي.

د روسیې مرستیال وزیراعظم وېکټر زوبکوف ویلي اټکل کوي سږ کال به له ۸۴ تر ۸۵ میلیونه ټنه غنم وشي، تر دې مخکې روسیې ویلي وو چې له ۸۵ تر ۸۷ میلیونه تڼه غنمو د پیداوار اټکل کوي.
تر تېر کال پورې روسیې د نړۍ تر ټولو زیات غنم پیدا کول، خو د وچکالۍ له کبله تېر کال دې ته اړ شو چې د غنمو پر برامد بندیز ولګوي. د زوبکوف په وینا د غنمو پر برامد به اوس هم بندیز وي.

د روان کال د فبرورۍ میاشت هم جهاني بېنک ویلي چې نړۍ کې د خوراکې توکیو بیې د ۲۰۰۸ کال راهیسي په تیزۍ سره پر مخ رواني دي.

او که دا هم دغسي وې، نو په راروان نزدي وخت کې به خلکو ته د خوراکي شیانو اخیستل ډیر ګران شي.

د جرمني په بون ښار کي د اقتصادي چارو د یوې ادارې مشر جاخیم وان بران وایی، نړۍ به د زیاتو بیو له یوه نوي دور سره مخامخ شي.

دی وایی، ًکه د نړۍ د خوراکي شیانو قیمتونو ته وکتل شي، نو د ۲۰۳۰م کال پوری به د غلې قیمتونه ۵۰ فیصدي زیات شي ، او د دي صدۍ په نیمایۍ کې دغه قیمتونه نور هم نیم په نیمه زیاتېداۍ شيً.

دا شان که د نړۍ سیاسي حالاتو ته وکتل شي نو په یو شمیر ملکونو کي سیاسي ناارامي روانه ده. چې دغه هم د خوراکي شیانو د قیمتونو په لوړولو کي مهم رول لوبوي.

څیړونکي وایی، د سیاسي کړکیچ اثرات د یو ملک په اقتصاد نیغ په نیغه پریوځي. لکه که په موجوده حالاتو کې مصر ته وکتل شي، چرته چی خلک د خپل کلنی آمدن څه ۴۰ فیصدي برخه په خوراکي شیانو خرڅوي. او هم دا یوه وجه ده ،چې خلک په دغه هیواد کې د حکومت خلاف راپاسیدل.

نړیوال بینک په دي وروستو کي دا خبر داری ورکړی وو، چې د خوراکي توکیو لوړو بیو د تیر کال د جون راهیسي په نړۍ کې څه نا څه ۴۴ میلیونه خلک د غربت سره مخامخ کړي دي.

د نړیوال بېنک صدر رابرټ زولیک خبریالانو ته وویل ، په نړۍ کې د خوراکي شیانو بیی خطرناک حده پوري جګي شوي دي. او په موجوده حالاتو کې دغه قیمتونه نور هم سیواکیدل به خلک له سختو مشکلاتو او ذهني پریشانو سره وړاندی کړي.

د نن سبا په دور کي چې مارکیټونه د یو بل سره تړلي دي، د یو هیواد اثر په بل ډیر زر پرېوزي. په روس کې د غنمو په فصلونو اور لګیدل او یا په یوکراین کې د خراب موسم له وجې د غنمو تیار فصل خرابیدلو نور ملکونه هم متاثره کړل. او دې نزدې ۱۵ فیصده د غنمو په پیداوار کې کمی راوستو.

په نړۍ کې د غنمو قیمتونه د جون د ۲۰۱۰ کال نه د روان کال د جنورۍ پوري دوه چنده سیوا شوي دي. او د نړیوال بېنک تر مخه د غنمو قیمتونه په تیرو ۶ میاشتو کې په کرغیزستان کې ۵۴ فیصده، په بنګله دیش کې ۴۵ فیصده او په منګولیا کې ۳۳ فیصده لوړ شوي دي.

که څه هم حکومتونه کوشش کوي، په لوړو بیو قابو وموندي، خو سیاسي ناکراري ، د قیمتونو په کنټرول ساتلو بد اثرات غورزوي. لکه د مثال په توګه که پاکستان ته وکتل شي، چرته چې حکومت رعایتي نرخونه مقرر کړي دي، او یوټېلیټي سټورونه هم کار کوي، خو دغه د قیمتونو په کنټرول ساتلو کي ډیر لږ رول لوبوي، او زیات خلک ترې ګټه هم نشي پورته کولی.

په دی حالاتو کې د نړۍ یو شمیر حکومتونه کوشش کوي، خلکو ته اسانتیاوې ورکړي.

د انډونیشیا ولسمشر خپل ولس ته په یوه وینا کې وویل، د کورونو په باغیچو کې مرچکي ، پودینه او دڼیا وکرۍ چې تر یو څه حده پوري پر دوي مالي بوج کم شي.
XS
SM
MD
LG