د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښورکې څلور مړي موندل شوي


نن سهار په پيښور کې د داودزي پوليس سټيشن چارواکو د ګل بيلې په پټو کې څلور مړي موندلي دي.د پوليس چارواکى وايي چې دا کسان په یو بل ځای کې وژل شوي او بيا د ګل بيلې په پټو کې غوزول شوي دي.د وزل شويو کسانو پېژندګلو لا نه ده شوې.

د داودزي پوليس سټيشن چارواکو په دٍې اړه مشال ريډيو ته وويل چې په مړو کې دري تنه ځوانان دی او يو مشر دی.هغوی زياته کړه چي دوه کسان په ډزو ويشتل شوى او د دوو په بدن کومې نښې نښانې نشته . او داسې ښکاري چې دوی ته د زهرو ستنې لګول شوې دي.

د کيپټل سټي پوليس د ريکارډ له مخې په تيرو دريو مياشتو کي په پيښور او خواوشا علاقو کښي ١٧ نامعلومه مړى موندل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG