د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جاپاني خوړو کې د تابکاري نښې



په جاپان کې چارواکو خبر داری ورکړی دی، چې د څکلو اوبو کې د تابکارۍ له عمله داسی مادی شاملې شوې دي، چې د خلکو او په تېره د ماشومانو صحت ته زیات نقصان رسولی شي.

په فوکیوشیما کي کارکونکي اوس هم په دې بوخت دي چې په دغه سیمه کې د بجلۍ نظام پرځایی کړي، او دا شان زر تر زره ایټمي بټۍ یخي کړي، چې اوس هم ترې تور لوګۍ خېژي .

د جاپاني کابینې یوه وزیر یوکیو ایدانو وایی، دوی د هغه خوراکونو په خرڅلاو بندیز لګولی، چې د تابکارۍ مادې پکې شاملي شوې دي. او د تباه شوې ایټمی پلانټ خواؤ شا سیمو کې خلکو ته ددغه ځایونو د پریښودلو لپاره یې تازه خبرداری هم ورکړی دی ، چی د ټوکیو نه دوه سوه څلویښت کلومیټره شمال ته راځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG