د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو کې ځانرګي بمي برید ۵ وژلي او ۲۵ نور ژوبل


یو ځايي کس د هنګو پر تاڼه د ځانمرګي بمي برید وران شوی ګاډۍ ګوري
یو ځايي کس د هنګو پر تاڼه د ځانمرګي بمي برید وران شوی ګاډۍ ګوري
د خیبر پښتونخوا د هنګو ضلعې په دوآبه کې یو ځان مرګي برید پنځه کسان وژلي او ۲۵ نور یی ژوبل کړي دي. په وژل شویو کې یو پولیس او څلور عام وګړي دي.


چارواکو ويلي یو ه ځانمرګي بم برید کونکي له چونکو توکیو ډک یو ګاډي د دوآبې تاڼې له وره سره جنګولی چې پکې لوی ځاني او مالي تاوان اوښتی دی .او شاخوا ودانیو او دوکانونو ته یې هم زیان اړولی دی.


ځايي اوسېدونکو ویلي که څه هم د برید کوونکي هدف د پولیسو یو دفتر و خو اصلي زیان یې عامو خلکو ته اړولی.

له مشال ريډيو سره په خبرو اترو كي د كوهاټ ډيویژن كمیشنر خالد خان عمرزي وویل ، چي له هنګو نه تر ټل پوري د خرابې امنيتي وضعې سبب دا دی چې په اوركزو او كرمه قبایيلي سيمه كي د پوځي عملياتو او په قطبي وزيرستان كي د ډرون بريدونو له لاسه وسلوال اورپکي دې سيمي ته راغلي دي او همدا یوه لویه وجه ده چې پولیس د امنيت په ټينګولو كي ستونزي لري.

په خیبر پښتونخوا کې په دا وروستیو کې تر ټولو لویه ځانوژنکې حمله د پېښور په ادېزو کلي کې وه چې د یوې مېرمنې د جنازې لمانځه کې وشوه.په هغه برید کې ۴۵ کسان وژل شوي وو او ګڼ نور ژوبل شوي وو.

د ځانمرګو بمي بریدونو لپاره د روزونکو په اړه ویل کېږي چې ډېر یې له حکومتی واکه وتلې سیمه شمالي وزیرستان کې روزل کېږي ،چې د وسلوالو طالبانو ،القاعدې او په افغانستان کې په جنګي کړنو بوخته د سراج الدین حقاني ډلې ټینګ مرکز ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د امریکا په مشری نړیوال ځواکونه په بیا بیا له پاکستانه غوښتنه لري چې په شمالي وزیرستان کې دې د وسلوالو مشکوکه اورپکو ډلو خلاف پوځي عملیات وکړي خو د پاکستاني پوځ دریځ دا دی چې د خپلو ضرورتونو له مخې به ګام پورته کوي.
XS
SM
MD
LG