د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې راکټي بریدونه،۴ تنه مړ،ګڼ نور ژوبل


په سریاب سړک راکټي برید ګڼه مرګ ژوبله واړوله.نېټه ۲۰۱۱م کال د مارچ ۲۳ مه
په سریاب سړک راکټي برید ګڼه مرګ ژوبله واړوله.نېټه ۲۰۱۱م کال د مارچ ۲۳ مه

خدای نور ناصر مشال رېډیو کوټه

دکوټې ښار په درو سیمو چمن پهاټک، محله عبدالخالق او سریاب سړک درې توغندي توغول شوي، چي په کې ديوه پولیس ټرافیک انسپکټرپه شمول څلورتنه مړه او شاوخوا ۱۶ ژوبل دي.

لومړنی راکټ په سریاب روډ لګېدلی، چي ټوله مرګ ژوبله دهمدې راکټ له امله رامنځته شوې.

په پاتې دوو بریدونه کي دمرګ ژوبلي راپور نه دی ورکړل شوی.
دکوټي دپولیسويوه مشر محمدداودجونیجو له مشال راډيوسره په خبروکي دهمدومرو مرګ ژوبلي تائيدوکړ. اوزیاته يې کړه دتوغندي برید کله هم هدف نه لري، او دغه مرګ ژوبله چي اړولې، په همدې ځاي په دغه وخت کي يوموټرتېرېده، چي عام کسان په کې سپاره وو. او ترڅنګ يې دپولیسوغړي هم ولاړ وو

.په مړوکي يودپولیسودټرافیکوانسپکټرمحمدصفدرهم وو. مړه اوژوبل ټول کسان يې په سم دستي توګه دکوټي سنډيمن سرکاري روغتون راورسول. چېرته چي دپولیس سرجن ډاکټرنورخان په ویناشپاړس کسان ژوبل دي.

په ژوبلوکسانوکي د ۱۰حالت داندېښنې وړ دی. دیادوني وړ ده چي په کوټه ښار اکثره وخت همداسي له نامعلومه ځاي څخه توغندي توغول کېږي. خو دومره مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
په تېروخت داکثرو داسي بریدونه پړه بلوڅ وسله وال پرغاړه اخلي، خو دننی برید پړه تردې دمه لاهم کومي ډلي پرغاړه اخیستې نه ده.
XS
SM
MD
LG