د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکالام اوسېدونکي وايي دکالا سړک دې بې له ځنډه جوړ شي .


په سوات کې پروسږ کال سېلاونو سخت تاوانونه واړول
په سوات کې پروسږ کال سېلاونو سخت تاوانونه واړول


نيازاحمدخان سوات مشال ريډيو

دسوات کالام اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې چې دکالاسړک دې پرانیزي او په سميه کې دې هسپتالونه،تعليمي ادارو کښي عمله يقيني کړي.

دسوات سيل ګريزه کالام چې تير سيلابونوکې سخته اغيزمنده شوې وه اودکالام ۶۰ کلوميټره سړک سيلابونو ځای په ځای دمينځه وړې دي.

دغه سړک حکومت په عارضي توګه بحال کړو خو دژمي موسم راتلوسره دغه سړک د واورو اوکمرونو د نړېدلو کبله بيا بند شو ه چې له وجې یې دتحصيل کالام يولک نه سيواخلک دغه سيموکښي بند پاتې شوي دي.

په دغه اړه دکالام اوشاوخواسيمو خلکو وخت په و خت احتجاجونه هم کړي خو څو مياشتو راهیسي دغه سړک بند دی په دغه اړه دکالام مشرانو مينګوره کې يوه جرګه اوکړه چې پکې دسيمې خلک دحکومت څخه غو ښتنې وکړې چې دغه سړک دې په هنګامي بنيادونو بحال کړي او سيمه کښي دبجلي نظام په ځای کړي.ددې ترڅنګ کالام سيمه کې هسپتالونه او تعليمي ادرې بندېدي دغه دې هم بحال کړي.

په دغه جرګه کې دکالاسيمې پخوانې قامي اسمبلي غړي ډاکټرفضل سبحان مشال ريډيوته وويل چې دکالا ۱۸۰ کلوميټره لاره دتيرو څوومياشتو راهسې بنده ده .دغه سيمې ته دتګ راتګ ټولې لارې بندې دي او اولس پیاده تلومجبوره دي او دغه لاره ډيره مشکله ده.
اوهروخت دغورزيدو خطره وي دغه سيموخلک مريضان په شا باندې په راوړلومجبوره دي .دغه سيمه کښي بريښنا نيشته.

دغه جرګه هم د دې لپاره رابلل شوې ده چې دغه مسلې اعلي چارواکوته وړاندې کړي .دغه جرګه کښي دتحصيل کالا م پخواني ناظم حبيب الله اوئيل چې کالام کښي دلارو بندېدو له وجې سيمه کې د خوارکي شيانو سخت کمی دی . او دقحط حالات دي که چرې دغه سيمې ته سمدستي امداد ونه رسيدو نو دلوی تاوان ویره ده.

دکالام سيمې دسکول يو استاذ عبدالصمد وويل چې دغه سيمه کې يوشمير لرې لرې ميرې دي چې ورته دټولې لارې بندې دي او تعليمي ادارې بندې پرتې دي ځکه چې دغه تعليمي ادارو کې استاذان زياتره دنورسيمودي چې دلارودنيشتوالي له وجې خپلو کارونو ته نه شي تلی.

دسميې نه دصوبایي اسمبلي غړي او خيبر پښتونخوا حکومتي ممبر جعفرشاه وایي چې دکالام اوخوا و شا سيمو ولس له مسلو سره مخامخ دي.او زیاتوي چې د دغه لارو پرانستو لپاره دکروړنو روپو بجټ منظور شوې دي خو چې څنګه موسم لګ ښه شي په دغه سړک به کار شورو شي.
XS
SM
MD
LG